پکتیکا ولایت کې د پوهنې لپاره ۲ جرېبه ځمکه وقف شوه

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۵ - ۱۱:۱۶
sdgsg

د پکتيکا ولايت ګومل ولسوالۍ علم پروره اوسېدونکو، په ياده ولسوالۍ کې ۲ جرېبه ځمکه د (ضياء المدراس دیني مدرسې) لپاره ځانګړې کړه.

د يادونې وړ ده، چې اوسمهال په دغه مدرسه کې ۱۰۰ تنه ط.الب العلمان په زده کړو بوخت دي.

د پکتيکا پوهنې رئيس مولوي عبدالوکيل خالد د يادې ځمکې د اسنادو سپارلو پر مهال، د پوهنې په برخه کې شوې مرستې له صدقه جاریه نېکو کارونو څخه وبللې.

د پوهنې وزارت رهبري د پکتیکا ولایت د ګومل ولسوالۍ د خلکو له مرستو مننه او قدرداني کوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۲:۵۲
Background image

د کابل ښار په ۱۰ ښوونیزو مرکزونو کې د ساینس ټولګیو ازمایښتي پړاو پلی کېږي

د پوهنې وزارت د ساینس او ښوونیزې ټکنالوژۍ مرکز، د ساینسي زده‌کړو د پیاوړتیا د نوې ټکنالوژۍ د اغېزمنې کارونې او د ساینس مضمون د عملي او اغېزمن تدریس لا جذابیت په موخه، د کابل ښار په ۱۰. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۲:۵۰
Background image

په هرات کې له یوې لېسې سره د څه کم ۵۰۰ زره افغانیو مرسته شوې

د هرات ولایت مرکز اړوند شیرین عظیم لېسې د تعلیمي وضعیت لاښه والي په موخه، د پوهنې‌دوستو کسانو او د یاد ښوونځي د ښوونیزې شورا غړو له لوري ۴۷۴ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
پورته ذکر شوې مرسته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۲:۴۷
Background image

د پوهنې وزارت د اسنادو او اړیکو رئیس غزني ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت د اسنادو او اړیکو رئیس محترم مولوي محمدرحیم ایوب له خپل مل پلاوي سره غزني ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د پوهنې له مسوولینو سره د نویو ښوونکو د ګمارنې لارښود د پلي کېدو د. . .

BACK TO NEWS