پکتیکا ولایت کې د ۲.۴ مېلیونه افغانیو په لګښت د یو باب ښوونځي لپاره نوې تدریسي ودانۍ پرانیستل شوه

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۴۲
seaf

د پکتیکا ولایت یوسف خېل ولسوالۍ په زمری کوټ سیمه کې د خوشحال بابا ښوونځي نوې تدریسي ودانۍ، چې څه موده وړاندې یې رغنیزې چارې د پوهنې وزارت لخوا د عامو خلکو په مالي ملاتړ سره د ۲.۴ مېلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې وې، اوس‌مهال بشپړه او په رسمي ډول د پوهنې مسئولینو، چارواکو، مشرانو او د سیمې د خلکو په حضور کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

یاده ودانۍ چې شپږ درسي ټولګي او نور ټول اړین ملحقات لري، په اساسي او معیاري ډول جوړه شوې، ترڅو زده‌کوونکي وکولی شي، په مناسب تعلیمي چاپېریال کې زده‌کړې وکړي.

د یاد ولایت پوهنې رئیس مولوي عبدالوکیل خالد د دغې ودانۍ د پرانیستې په مراسمو کې وویل: موږ د زمری کوټ د خلکو له صادقانه همکارۍ څخه مننه کوو.

د نوموړي په ​​وینا، د ولس دغه اقدام ښیي چې زموږ خلکو په پوره معنا د زده‌کړې ارزښت درک کړی دی.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۴۹
Background image

مطبوعاتي بلنليک

د کابل ښار پوهنې ریاست په پام کې لري، چې د یو شمېر تعلیمي حوزو په همکارۍ، د زمري ۲۴مه «د فتحې ورځ» د رابیا لېسې په انګړ کې په شانداره مراسمو سره ونمانځي.
وخت: د پنجشنبې ورځ، د ۱۴۴۸/۲/۲۹. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۴۱
Background image

په هلمند ولایت کې شاوخوا ۳ زره تنه م/جاهدین ښوونځیو ته جذبېږي

د هلمند ولایت پوهنې ریاست له هغو ۲۸۵۰ تنو م/جاهدینو څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیسته، کوم چې د اشغالګرو پر وړاندې د جهاد په لیکو کې د بوختیاوو له امله له زده‌کړو څخه پاتې شوي وو.
د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۳۴
Background image

د پوهنې وزارت دوه تنه نوي رئیسان د يو لړ مراسمو په ترڅ کې رسما معرفي شول

د پوهنې وزارت په اسلامي زده کړو معینیت کې د مدارسو او دارالحفاظونو لوى ریاست تر چتر لاندې د دوو نویو ایجاد شویو ریاستونو (د مدارسو ریاست او د دارالحفاظونو ریاست) د رئیسانو د پېژندګلوي. . .

BACK TO NEWS