پکتیکا ولایت کې د ۷ مېلیونه افغانیو په لګښت د درسي کتابونو وېش بهیر پیل شو

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۳۰ - ۱۰:۰
54

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست د یاد ولایت مدارسو او کلیوالي ښوونځیو ته د ۶۴ زره۱۸۲ ټوکه درسي کتابونو وېش پروسه پیل کړه.

دغه کتابونه د یوې همکارې ادارې له خوا پوهنې وزارت سره په همغږۍ چمتو شوي، چې ټول ارزښت یې شاوخوا ۷ مېلیونه افغانۍ اټکل شوی دی.

د پکتیکا ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي عبدالوکیل خالد وویل چې یاد کتابونه به د ټاکل شوي سهم له مخې، په مرکز او ۲۴ ولسوالیو کې مدارسو او کلیوالي ښوونځیو ته ووېشل شي.

د پوهنې وزارت مشرتابه د خپلو همکارو ادارو له مادي او معنوي ملاتړ څخه مننه کوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۴
Background image

د پوهنې له ډګره د نن ورځې خبرونو لنډيز

۱-د لغمان ولایت په فرشغان ولسوالۍ کې د منجغان لومړني ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو چارې د درې بسوې ځمکې په ساحه کې پیل شوې.
 دغه ځمکه د سیمې د علم‌پرورشخصیت حاجي سید علي له خوا وقف شوې او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۲
Background image

په لوګر ولایت کې د یوه ښوونځي د درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې

د لوګر ولایت مرکز جباري کلي کې د «احرار لومړني ښوونځي» لپاره د څلورو درسي خونو او یوه دهلیز جوړولو کارونه د شاوخوا ۶۰۰ زره افغانیو په لګښت د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ پیل شول.
د یاد. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۵:۴۹
Background image

په کابل ښار کې د ښوونکو لپاره د وړتیا لوړونې شپږ ورځنی علمي ورکشاپ پیل شو

د کابل ښار پوهنې ریاست په همغږۍ او د یوه همکار بنسټ په مالي ملاتړ، د ښوونځیو د ۲۳۷تنو ښوونکو لپاره د مسلکي وړتیا لوړونې شپږ ورځنی علمي او تخنیکي ورکشاپ پیل شو.
یاد ورکشاپ د ښوونکو د. . .

BACK TO NEWS