پکتیکا کې د پنځو دیني مدارسو لپاره ۲۰ درسي خونې جوړې شوې
د پکتیکا ولایت ګومل ولسوالۍ اړوند پنځه بابه دیني مدارسو لپاره د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ، د ۷۰۰ زره افغانیو په لګښت ۲۰ درسي خونې جوړې شوې.
د پوهنې رئیس مولوي عبدالوکیل خالد ویلي، چې د دیني مدارسو لپاره د نویو درسي خونو جوړول د طلابو د ښوونې د کیفیت په ښه والي او د پوهنې بنسټونو په پیاوړتیا کې مهم رول لري.
