چین له پوهنې وزارت سره، د کرونا پر وړاندې د مبارزې په برخه کې مرسته کوي

media-moe
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۵/۲۸ - ۱۵:۴۴
چین له پوهنې وزارت سره، د کرونا پر وړاندې د مبارزې په برخه کې مرسته کوي

د پوهنې وزارت، کابل: د پوهنې وزارت سرپرستې آغلې رنګینې حمیدي د چین جمهوریت له سفیر، وانګ یو سره ولیدل.

دا لیدنه چې دوشنبه د زمری په ۲۷مه د دلکشا په ماڼۍ کې جوړه شوې وه د ولسمشر د دفتر رییس ښاغلي محمد شاکر کارګر هم پکې ګډون درلود.

د چین هېواد سفیر ښاغلي وانګ یو د پوهنې وزارت لخوا د ښوونځیو د پیلېدو له طرحې ملاتړ وکړ او ویي وویل، چین د افغانستان له پوهنې وزارت سره د کرونا پر وړاندې د مبارزې په برخه کې ۱۰ ملیونه ماسکونه مرسته کوي، او دا لړۍ به ادامه لري تر څو د افغاسنتان په بیلابیلو ولایتونو کي زده کوونکي ورڅخه ګټه واخلي.

د پوهنې وزارت سرپرستې آغلې رنګینې حمیدي او ښاغلي محمد شاکر کارګر د چین هېواد له مرستو او همکاریو مننه وکړه او زیاته یې کړه چې د دوی همکاري د کرونا پر وړاندې د مبارزې په برخه کې اغیزمن کیدی شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۵
Background image

د قرارداد د پرېکړې د پوهنې وزارت خبرتیا

د پوهنې وزارت په پام کې لري، چې د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د خدماتو ریاست د اړتیا وړ مېزونو او څوکیو د تولید په موخه د ۵۷ قلمه خامو موادو برابرولو او پېرلو قرارداد، د ۱۴ میلیونه، ۳۳۸ زره او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۵۹
Background image

په پنجشېر کې ښوونکو ته درسي مرستندویه توکي ووېشل شول

د یو همکار بنسټ له لوري په پنجشېر ولایت کې ښوونکو ته د ۶۷۱ زره او ۲۷۵ افغانیو په ارزښت د درسي مرستندویه توکو ۱۰۰ کڅوړې ورکړل شوې.
د یادې مرستې موخه د ښوونې او روزنې د بهیر ملاتړ او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۵۷
Background image

په لوګر کې ۲۰۰ یتیمو او اړمنو زده‌کوونکو ته درسي توکي ووېشل شول

د لوګر ولایت مرکز اړوند د حصارک لېسې ۲۰۰ تنو یتیمو او اړمنو زده‌کوونکو ته د یوه خیریه بنسټ له لوري درسي توکي ووېشل شول.
د یادې مرستې موخه د اړمنو او یتیمو زده‌کوونکو ملاتړ او زده‌کړو ته. . .

BACK TO NEWS