کابل د ښوونځیو د ورزشي ټیمونو ترمنځ د سوک وهنې سیالۍ ترسره شوې

media-moe
شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۷ - ۱۰:۵۵
مسابقات مشت زنی میان تیم های ورزشی مکاتب شهر کابل دایر شد

له افغانستان څخه د شوروي ځواکونو د وتلو د کلیزې په ویاړ په کابل کې د ښوونځیو د زده کوونکو ترمنځ د سوک وهنې سیالۍ پیل شوې.
په دې سیالیو کې  د کابل د پوهنې ریاست د ۱۳ د ورزشي ټیمونو او د ۹ شخصي کلپونو ترمنځ د سوک وهنې سیالۍ د پوهنې وزارت په ورزشي میدان کې ترسره شوې.
د سياليو د پرانستلو په مراسمو کې د پوهنې وزارت د لومړنيو او اساسي زده کړو د رياست د رئيس مولوي محمد رحيم ايوب سربېره د دغه رياست يو شمېر ورزشکارانو، زده کوونکو او د پوهنې رياست مسوولينو ګډون درلود.
په پیل کې د پوهنې وزارت د لومړنیو او اساسي زده کړو رئیس د سپورت پر ارزښت وینا وکړه او سپورت یې د خلکو د روغتیا او جسمي پیاوړتیا په برخه کې مهم وباله او زیاته یې کړه چې پوهنې وزارت لا هم هڅه کوي چې د سالمو ورزشي سیالیو لپاره اسانتیاوې برابرې کړي.
د دې رياست د بدني روزنې د مسوولينو د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې ده، چې سيالو لوبډلو په دوو ورځو کې د ريفري او روزونکو په شتون کې خپلې سيالۍ ترسره کړي او د لوبې په وروستۍ ورځ به ګټونکې لوبډلې د مسوولينو له خوا وستایل شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۶ - ۱۲:۳۲
Background image

د ولایتونو له پوهنې څو خبرونه

هرات

د یوې همکارې تعلیمي ادارې په ملاتړ د هرات ولایت زنده جان ولسوالۍ اړوند د میمیزک ښوونځي سره د ۱۲۰ زره افغانیو مرسته شوې ده.

په دې مرسته کې یو پایه کمپیوټر، تعلیمي کڅوړې او د څښاک. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۶ - ۱۱:۷
Background image

د نشه‌يي توکو کمولو ملي کمېټې سره د پوهنې وزارت د سواد زده کړې ریاست فعالیتونه

د اسلامي.ا.مارت عالي مقام د هدایت پر بنسټ، د نشه يي توکو کمولو ملي کمېټه تاسیس شوه، چې د پوهنې وزارت هم د دې کمېټې د سواد زده‌کړې څانګې غړی دی.

د هېواد ټولټال ۱۲ رسمي ادارې د دې کمېټې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۶ - ۱۱:۴
Background image

د بدخشان ولایت د یو باب لېسې لپاره احاطوي دېوال جوړولو پروژه بشپړه شوه

د بدخشان ولایت یاوان ولسوالۍ د زو لېسې احاطوي دېوال رغولو کارونه په پاخه او اساسي بڼه بشپړ شول.

یاد دېوال چې د پورته ذکر شوي کلي د خیرخواه خلکو په صادقانه همکارۍ بشپړ شوی، ۹۰ متره. . .

BACK TO NEWS