یوې افغانې میرمنې په لوګر ولایت کې د نجونو له یوه ښوونځي سره مرسته وکړه

د پوهنې وزارت، لوګر: د لوګر ولایت مرکز پل علم اړوند د هوني سیدانو کلي کې، د هوني سیدانو د نجونو له منځني ښوونځي سره د یوې افغانې میرمنې له خوا مرسته وشوه.
په دې تړاو جوړې شوې غونډې کې د پوهنې ریاست د استازو سربېره د یادې سیمې ملک الحاج سید محمد افضل هاشمي، دیني عالمانو او د زده کوونکو د کورنیو غړو ګدون درلود.
دغه مرسته د یاد کلي، د ملک الحاج سید محمد افضل هاشمي په هلو ځلو د بي بي زهرې په نوم کاناډا میشتې افغانې میرمنې کړې، چې ټول ټال به د ۳۷۰۰ امریکایي ډالرو په ارزښت وي.
په دې مرستې کې د ښوونځي ادارې ته توکي، د زده کوونکو لپاره د ښوونځي جامې، څادرونه، بوټان، بکسې، ماسکونه، ۱۹ قلمه درسي توکي،او ځینې نور اړین توکي شامل دي.
د زده کوونکو لپاره مرسته شوي توکي پر( ۳۴۰ ) زده کوونکو ووېشل شول، چې هرې زده کوونکې ته یوه جوړه جامې، یو څادر، یو جوړه بوټان، یوه بکسه او د اړتیا وړ قرطاسیه ور په برخه شوه.
د لوګر د پوهنې رئیس سید عزیزاحمد هاشمي د هوني سیدانو د نجونو له منځني ښوونځي سره د یادې میرمنې مرسته ارزښتناکه بولي او زیاتوي، چې په دې مرستې سره د زده کوونکو د جامو او قرطاسیې او همداراز په ښوونځي کې د اداري توکو د نشتون ستونزې هوارې شوې.
هیره دې نه وي، چې یادې میرمنې او خاوند یې په تېرو کلونو کې هم د یاد ښوونځي له زده کوونکو سره ورته مرستې کړې وې