د پوهنې وزارت د مرکزي هستې منسوبینو اړوند برېښنایي حاضرۍ سیسټم پرانیستل شو
د پوهنې وزارت مشرتابه له هڅو سره په ادارو کې د کارکوونکو د حاضرۍ نظم، او روڼتیا په موخه، د یاد وزارت د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست په همکارۍ، د برېښنايي حاضرۍ سیسټم فعال شو.
په یاده پرانیستغونډه کې د پوهنې وزارت د سرچینو او ادارې معین الحاج مولوي صبغت الله وصیل، د دغه وزارت یو شمېر مرکزي رئیسانو او مسئولینو هم حضور درلود.
د پوهنې وزارت د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست مسئولینو په خپلو خبرو کې د برېښنایي حاضرۍ پر ارزښت خبرې وکړې او ویې ویل، له دې سره به د حاضرۍ پروسه یوې واحدې مرجع ته وسپارل شي، چې دا به د لاسوهنو څخه مخنیوي، روڼتیا، پر وخت راپور کولو او یو شمېر نورو برخو کې پرمختګونو ته لاره پرانیزي.
په پای کې په نمونوي ډول یو شمېر مسئولینو او چارواکو ته د برېښنايي حاضرۍ کارتونه هم ووېشل شول.
غونډه په دعائیې سره پای ته ورسېده.