د پکتیا په غازي ببرک خان ځدراڼ عالي لېسه کې کتابتون پرانېستل شو

media-moe
پنجشنبه ۱۳۹۸/۴/۶ - ۱۰:۱۸
د پکتیا په غازي ببرک خان ځدراڼ عالي لېسه کې کتابتون پرانېستل شو

د هیواد خپلواکۍ ۱۰۰ کلیزې په مناسبت د پکتیا ولایت د مرکز اړوند غازی ببرک خان ځدراڼ په عالي لیسه کې کتابتون پرانېستل شو.
په هغه غونډه کې چې له همدې امله دیادې لیسې په انګړ کې جوړه شوي وه، دپوهنې رییس استاد کوچی ځاڅي د څارندویانو ددغه قدم او ددوی د وروستیو هڅو او منظمو فعالیتونو ستاینه وکړه.
نوموړي د کتاب ټولونې ددغه کمپاین د ملاتړ تر څنګ ډاډ ورکړ چې تر خپل توان به له دولتي او شخصي امکاناتو په استفادې ددې ښوونځي د کتابتون د غني کولو په پار هڅې وکړي. ددې تر څنګ یې له ملي تجارانو او هغو اشخاصو هم د مرستې غوښتنه وکړه چې کولی شي په دې برخه کې همکاري وکړي.
د پوهنې رییس زیاته کړه: زما لپاره د خوښۍ ځای دی چې زده کوونکي مې د کتاب ټولولو کمپاین پیل کړی دی او په همدې سره د هیواد د خپلواکۍ ۱۰۰مه کلیزه نمانځي، انشاالله مونږ تاسې به په ګډه د یو بل سره همکاري کوو او وړاندې به ځو.
په همدې مناسبت غونډه کې د یادې لېسې زده کوونکو د کتاب اړوند ترانې وویلې او د یاد ریاست مطبوعاتي دفتر له لوري د غازي امان الله د ژوند اړوند په زړه پورې مالومات هم وړاندې شول.
د یادولو وړ ده چې تیره ورځ په تجربوي عالي لېسه کې د هیواد د خپلواکۍ د ۱۰۰ مې کلیزې په مناسبت د فوټبال او کرکټ سیالیو پرانسته هم وشوه چې په کې به ۵۲ لوبډلې د کرکټ او ۵۲ د فوټبال ګډون کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۴۵
Background image

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې محترم معین د کابل ښار له عبدالهادي داوي لېسې څخه لیدنه وکړه

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین محترم شیخ عبدالمالک حقاني د تخنیکي ټیم په ملتیا د کابل ښار نهمې ښوونیزې ناحیې اړوند له عبدالهادي داوي عالي لېسې څخه څارنه وکړه.
په یاده لیدنه کې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۳۲
Background image

د غزني ولایت په مقر ولسوالۍ کې د یوې نوې مدرسې د ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

د غزني ولایت مقر ولسوالۍ اړوند د «نجم المدارس دیني مدرسې» د نوې ودانۍ بنسټ ډبره د یوې غونډې په ترڅ کې کېښودل شوه.
یاده ودانۍ چې د نږدې یو میلیون افغانیو په لګښت د سیمې د خلکو او د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۲۶
Background image

په زابل ولایت کې د یوه ښوونځي لپاره نوې ودانۍ جوړېږي

د زابل ولایت خاک افغان ولسوالۍ اړوند د «علي‌داد» لومړني ښوونځي د نوې ودانۍ بنسټ ډبره، د یاد ولایت پوهنې مسوولینو له لوري په وقف شوې ۲ جرېبه ځمکه کې کېښودل شوه.
یاده ودانۍ د سیمې د خلکو. . .

BACK TO NEWS