د لوګر د زده کوونکو لپاره د کتابونو بیکونو مرسته وشوه
د لوګر د مرکز او ولسوالیو د ۲۷۳ ښوونځیو د لومړنیو ټولګیو د ۱۹۸۸۰ زده کوونکو لپاره د کتابونو بیکونو مرسته وشوه.
یاده مرسته د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ ادارې یونیسف کړې ده، چې ۲۴۸۵۲ امریکایي ډالره ازرښت لري.
د کتابونو بیکونو په دې مرسته کې ۴۹۷ کیټه د کتابونو بیکونه شامل دي، چې هر یو کیټ یې د کتابونو ۴۰ بیکونه لري.
دغه مرسته د شته ۲۷۳ ښوونځیو د لومړنیو ټولګیو د ۱۹۸۸۰ زده کوونکو لپاره شوې ده، چې ډېر ژر به پر همدغو زده کوونکو ووېشل شي.
د لوګر د پوهنې ریاست تدریسي مرستیالې مینې سادات د یادې مرستې د تسلیمېدو پر مهال د یونیسف کړې مرستې وستایلې.
هغې زیاته کړه،چې له زده کوونکو سره د یونیسف کړې مرستې د زده کوونکو د قرطاسیې او بیکونو ستونزې هواري کړې دي.
د یادونې وړده، چې د لوګر د ښوونځیو له زده کوونکو سره د یونیسف موسسې په تېرو کلونو کې هم ورته مرستې کړي دي.
