د لوګر له یوه ښوونځي سره د لابراتواري وسایلو او موادو مرسته وشوه

media-moe
شنبه ۱۳۹۸/۴/۲۹ - ۱۴:۴۶
د لوګر له یوه ښوونځي سره د لابراتواري وسایلو او موادو مرسته وشوه

د لوګر په مرکز پل علم پورې اړوند د کلنکار جهادي د هلکانو لېسې له سره د لابراتواري وسایلو او موادو مرسته وشوه. 
دغه مرسته د پارسا په نوم د پوهنې یوې مرستندویه موسسې مرسته وکړه، چې شاوخوا ۸ سوه امریکایي ډالره ارزښت لري.
په دې مرسته کې د لابراتوار ۴۲ قلمه وسایل او مواد شامل وو، چې زده کوونکو ته د علمي زده کړو د ورښودلو په برخه کې ترې کار واخیستل شي. 
د لوګر د پوهنې رئیس عبدالوکیل کلیوال د یادو موادو د تسلیمېدلو پر مهال د پوهنې له بهیر سره د پارسا موسسې کړې مرستې وستایلې او له دغې موسسې څخه یې د نورو ښوونځیو لپاره هم د ورته مرستوغوښتنه وکړه. 
د یادونې وړده، چې د لوګر له ښوونځیو سره له دې مخکې هم یادې موسسې د څاروندویانو لپاره د یونیفورم د برابرولو برخه کې مرستې کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۴۵
Background image

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې محترم معین د کابل ښار له عبدالهادي داوي لېسې څخه لیدنه وکړه

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین محترم شیخ عبدالمالک حقاني د تخنیکي ټیم په ملتیا د کابل ښار نهمې ښوونیزې ناحیې اړوند له عبدالهادي داوي عالي لېسې څخه څارنه وکړه.
په یاده لیدنه کې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۳۲
Background image

د غزني ولایت په مقر ولسوالۍ کې د یوې نوې مدرسې د ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

د غزني ولایت مقر ولسوالۍ اړوند د «نجم المدارس دیني مدرسې» د نوې ودانۍ بنسټ ډبره د یوې غونډې په ترڅ کې کېښودل شوه.
یاده ودانۍ چې د نږدې یو میلیون افغانیو په لګښت د سیمې د خلکو او د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۲۶
Background image

په زابل ولایت کې د یوه ښوونځي لپاره نوې ودانۍ جوړېږي

د زابل ولایت خاک افغان ولسوالۍ اړوند د «علي‌داد» لومړني ښوونځي د نوې ودانۍ بنسټ ډبره، د یاد ولایت پوهنې مسوولینو له لوري په وقف شوې ۲ جرېبه ځمکه کې کېښودل شوه.
یاده ودانۍ د سیمې د خلکو. . .

BACK TO NEWS