لوګر کې د نظارت غړو او د ښوونځیو مسوولینو ته د ظرفیت لوړونې ورکشاپ پیل شو

media-moe
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۶/۵ - ۱۰:۴۷
لوګر کې د نظارت غړو او د ښوونځیو مسوولینو ته د ظرفیت لوړونې ورکشاپ پیل شو

پوهنې وزارت_لوګر: د لوګر د مرکز او ولسوالیو د نظارت غړو او د ښوونځیو مسوولینو ته د ظرفیت لوړونې دوه ورځنۍ روزنیز ورکشاپ پیل شو.
د یاد روزنیز پروګرام د پیل په مراسمو کې د پوهنې وزارت د پلان او راپور ورکونې ریاست استازي خالد، د پوهنې رئیس عبدالوکیل کلیوال، د مالي او اداري چارو مرستیال وزیر احمد مومند او د اسلامي زده کړو مرستیال مولوي خان زمان برخه لرله. 
یاد ورکشاپ د پوهنې ریاست د غوښتنې له مخې د پوهنې وزارت د پلان او راپور ورکونې د لوی ریاست له خوا جوړ شوی دی.
په دې ورکشاپ کې د ۵ میرمنو په ګډون ۱۳۴ کسانو برخه اخیستې، چې د مرکز او ولسوالیو د نظارت غړي او د ښوونځیو آمران او سر ښوونکي دي. 
د دغه ورکشاپ د جوړولو موخه د نوموړو کارکوونکو د ظرفیت لوړول دي، چې د ښوونځیو د احصائیوي معلوماتو د راټولونې په برخه کې به روزنه ورکړل شي. 
د پوهنې وزارت تر دې مخکې هم د لوګر د ښوونځیو آمرانو، سرښوونکو او ښوونکو ته د ظرفیت لوړونې په برخه کې روزنیز پروګرامونه جوړ کړي دي. 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۰:۴۷
Background image

د کابل ولایت په اړوندو کې ۵ بابه ښوونځي بیاورغول شول

د کابل ولایت په بګرامي او ده‌سبز ولسوالیو کې د ۵ بابه ښوونځیو د ترمیم او بیا رغونې چارې، چې ټولیز لګښت یې ۳ میلیونه ۲۰۰ زره او ۵۷۴ افغانۍ دی، بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د دغو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۰:۲۷
Background image

د پکتیا ولایت له ښوونځیو سره د ۱۸۰۰ کڅوړو ښوونیزو موادو مرسته وشوه

د یوه همکار بنسټ لخوا د پکتیا ولایت پوهنې ریاست ته ټولټال ۱۸۴۱ کڅوړې قرطاسیه او درسي مرستندویه توکي ورکړل شوي دي، چې له دې جملې څخه ۱۶۷۰کڅوړې قرطاسیه د زده‌کوونکو لپاره او ۱۷۱ بستې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۰:۲۴
Background image

په ننګرهار ولایت کې د ښوونځیو ۱۷ترمیماتي پروژې پرانیستل شوې

د ننګرهار ولایت په هسکې مېنې، کوټ، سپین‌غر او اچین ولسوالیو کې د ۱۷ ښوونیزو پروژو د ترمیم چارې، چې ټولیز لګښت یې ۱۲ میلیونه افغانۍ دی، د یوه همکار بنسټ په مالي مرسته بشپړې او په دې. . .

BACK TO NEWS