پوهنې وزیر د ECW(زده کړه انتظار نه کوي) بنسټ په مرکزي سمینار کې د ګډون په موخه په یو رسمي سفر امریکا هیواد ته ولاړ
پوهنې وزارت- نیویارک: د هیواد پوهنې وزیر ډاکتر محمدمیرویس بلځي د High Level Steering Group Meeting کې د ګډون په موخه چې د ECW (زده کړه انتظار نه کوي) بنسټ په کوربه توب جوړ شوي، امریکا هیواد ته سفر وکړ.
دا سمینار د تلې په ۲مه او ۳مه (د سپتمبر په ۲۴ او ۲۵) د امریکا په نیویارک ښار کې د جوړیدو په حال کې ده.
پوهنې وزیر ډاکتر محمدمیرویس بلخي ښايي په دې سمینار کې چې ECW له لوري د مدیریت او تصمیم نیولو په لویه کچه جوړه شوې، یوه وینا وکړي او له افغانستان سره د ECW بنسټ د همکاری او په ټول هیواد کې د ښوونې او روزنې خدمتونو وروستني حالت په اړه خبرې وکړي.
پوهنې وزیر ډاکتر بلخي به د دې پروګرام په دوام کې د نورو ګډون کوونکو هیوادونو د پوهنې له وزیرانو سره هم لیدنه او خبرې وکړي.
