د پوهنې وزارت مشرتابه او USAID په یوه ګډه غونډه کې د ACR درسي کتابونو پروژې په اړه خبرې اترې وکړې

media-moe
یکشنبه ۱۳۹۸/۸/۵ - ۱۳:۴
د پوهنې وزارت مشرتابه او USAID په یوه ګډه غونډه کې د ACR درسي کتابونو پروژې په اړه خبرې اترې وکړې

پوهنې وزارت- کابل: پوهنې وزارت مشرتابه له USAID سره د ښوونځي څخه وړاندې د ماشومانو لوستلو نمونو او موډلونو په اړه ګډه غونډه تر سره کړه.
دا غونډه چې د پوهنې وزارت په کوربه توب تر سره شوه، دواړو لورو د ښوونیز نصاب او د ماشومانو په ځانګړې ډول د ښوونځي دورې څخه وړاندې د لوستلو نمونو کارولو او د ټولګي اصولو په برخه کې په دوه اړخیزه همکارۍ خبرې اترې وکړې.
په دې غونډه کې پوهنې وزیر ډاکتر محمدمیرویس بلخي وویل چې له دې وړاندې هم مونږ د (The Afghan Children Read) ACR کاري ټيم سره غونډه تر سره کړې وه او د پوهنې وزارت مشرتابه خپل وړاندیزونه ACR ته استولي دي.
د USAID ټيم څخه ښاغلي پیټر ټينګار وکړ چې په دې برخه کې به د پوهنې وزارت سره لازمې مرستې وشي.
همدارنګه د ۳۷ میلیونه ټوکه درسي کتابونو چاپ او ویش چې اوسمهال د ملي تدارکاتو په پروسې کې دۍ، د دې غونډې د بحث یوه موضوع وه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۲۹
Background image

په کندوز کې یوه ښوونځي ته څه د پاسه یو جریب ځمکه ډالۍ شوه

د کندوز ولایت مرکز اړوند الچین اتمانزي لومړني ښوونځي ته د سیمې د خلکو له لوري شاوخوا یو نیم جریب ځمکه، چې ارزښت یې له یو میلیون افغانیو څخه زیات دی، ډالۍ شوې ده.
د یاد ولایت پوهنې رئیس. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۱۸
Background image

په لوګر کې د ۱۲ درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې

د لوګر ولایت په مرکز کې د هوني سیدانو عالي لېسې د ۱۲ درسي ټولګیو جوړولو چارې د سیمې د تعلیمي شورا د غړو او علم‌پالو خلکو په مالي ملاتړ، د ۲.۱ میلیون افغانیو په لګښت پیل شوې.
تمه ده چې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۱۶
Background image

په میدان وردګ کې یو ښوونځی ترمیم او تجهیز شو

د میدان وردګ ولایت بهسودو ولسوالۍ اړوند راقول عالي لېسې لپاره د شنې ساحې خړوبولو په موخه د اوبو یو حوض جوړ، د ۱۸ کمپیوټرونو په برابرولو سره یو کمپیوټر ټولګی تجهیز او د دغه ښوونځي ودانۍ. . .

BACK TO NEWS