لوګر کې د زده کوونکو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

media-moe
یکشنبه ۱۳۹۸/۸/۵ - ۱۳:۵۱
لوګر کې د زده کوونکو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پوهنې وزارت_لوګر: د لوګر د مرکز او ولسوالیو د هلکانو د ۱۴ ښوونځیو د ۱۴ لوبډلو تر منځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسول شوې.
یادې سیالۍ د پوهنې ریاست د بدنې روزنې او سپورټ مدیریت له خوا د پل علم ښار په دولتي اسټډیوم کې په لاره اچول شوې وې.
په دې سیالیو کې د ۱۴ښوونځیو د فوټبال ۱۴ لوبډلو او ۳۰۸ لوبغاړو برخه درلوده، چې ۱۳ سیالۍ یې په خپلو منځونو کې ترسره کړې.
د دغو سیالیو د جوړولو موخه په ښوونځیو کې د فوټبال لوبې ته پرمختګ ورکول، د زده کوونکو سپورټي وړتیا لوړول او هم د فوټبال د غوره لوبغاړو معلومول وو.
لومړۍ مقام د غازي امین الله لېسې،دویم مقام د مغل خیلو لېسې او دریم مقام د قلعه ګهنه لېسې لوبډلو خپل کړل،چې ګټونکې لوبډلې په مډالونو، ستاینلیکونو او په ځینو نورو جایزو وستایل شول.
د یادونې وړده،چې د لوګر د ښوونځیو د زده کوونکو تر منځ له دې مخکې هم د والیبال،فوټبال او کرکټ سیالۍ جوړې شوي دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۵
Background image

د قرارداد د پرېکړې د پوهنې وزارت خبرتیا

د پوهنې وزارت په پام کې لري، چې د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د خدماتو ریاست د اړتیا وړ مېزونو او څوکیو د تولید په موخه د ۵۷ قلمه خامو موادو برابرولو او پېرلو قرارداد، د ۱۴ میلیونه، ۳۳۸ زره او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۵۹
Background image

په پنجشېر کې ښوونکو ته درسي مرستندویه توکي ووېشل شول

د یو همکار بنسټ له لوري په پنجشېر ولایت کې ښوونکو ته د ۶۷۱ زره او ۲۷۵ افغانیو په ارزښت د درسي مرستندویه توکو ۱۰۰ کڅوړې ورکړل شوې.
د یادې مرستې موخه د ښوونې او روزنې د بهیر ملاتړ او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۵۷
Background image

په لوګر کې ۲۰۰ یتیمو او اړمنو زده‌کوونکو ته درسي توکي ووېشل شول

د لوګر ولایت مرکز اړوند د حصارک لېسې ۲۰۰ تنو یتیمو او اړمنو زده‌کوونکو ته د یوه خیریه بنسټ له لوري درسي توکي ووېشل شول.
د یادې مرستې موخه د اړمنو او یتیمو زده‌کوونکو ملاتړ او زده‌کړو ته. . .

BACK TO NEWS