پوهنې وزیر د ښوونیزو خدمتونو حالت څيړلو په موخه د سدیس حکیم لمړي نمبر خصوصي لیسې څخه لیدنه وکړه.

media-moe
یکشنبه ۱۳۹۸/۸/۵ - ۱۹:۲۵
پوهنې وزیر د ښوونیزو خدمتونو حالت څيړلو په موخه د سدیس حکیم لمړي نمبر خصوصي لیسې څخه لیدنه وکړه.

پوهنې وزارت- کابل: پوهنې وزیر ډاکتر محمدمیرویس بلخي د ښوونیزو خدمتونو حالت څیړلو په موخه د سدیس حکیم لمړي نمبر خصوصي لیسې څخه لیدنه وکړه.
پوهنې وزیر او ورسره مل پلاوي د یادې لیسې د ټولو ټولګیو څخه د لیدنې ترڅنګ د زده کوونکو ښوونیز حالت یې له نژدې وڅيړه.
پوهنې وزیر د حاضري حالت او د تدریس ښه والۍ، د ټولګیو حالت، کمپیوټر خونه او لابراتوار له څیړلو وروسته په نوموړې لیسې کې د شته تجهیزاتو څخه د غوره استفادې په اړه یې زده کوونکو ته لازمه لارښوونه ورکړه.
پوهنې وزیر د نوموړې لیسې له زده کوونکو سره مخامخ خبرې وکړې او له هغوی څخه یې وغوښتل چې خپلې ستونزې د پوهنې وزارت له مشرتابه سره شریکې کړې.
د یادونې وړ ده چې د سدیس حکیم لمړۍ نمبر خصوصي ښوونځۍ د کابل ښار په ۱۷ تعلیمي حوزه کې موقعیت لري او ۵۹۰ هلکان او نجونې زده کوونکو په کې زده کړه کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۵
Background image

د قرارداد د پرېکړې د پوهنې وزارت خبرتیا

د پوهنې وزارت په پام کې لري، چې د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د خدماتو ریاست د اړتیا وړ مېزونو او څوکیو د تولید په موخه د ۵۷ قلمه خامو موادو برابرولو او پېرلو قرارداد، د ۱۴ میلیونه، ۳۳۸ زره او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۵۹
Background image

په پنجشېر کې ښوونکو ته درسي مرستندویه توکي ووېشل شول

د یو همکار بنسټ له لوري په پنجشېر ولایت کې ښوونکو ته د ۶۷۱ زره او ۲۷۵ افغانیو په ارزښت د درسي مرستندویه توکو ۱۰۰ کڅوړې ورکړل شوې.
د یادې مرستې موخه د ښوونې او روزنې د بهیر ملاتړ او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۵۷
Background image

په لوګر کې ۲۰۰ یتیمو او اړمنو زده‌کوونکو ته درسي توکي ووېشل شول

د لوګر ولایت مرکز اړوند د حصارک لېسې ۲۰۰ تنو یتیمو او اړمنو زده‌کوونکو ته د یوه خیریه بنسټ له لوري درسي توکي ووېشل شول.
د یادې مرستې موخه د اړمنو او یتیمو زده‌کوونکو ملاتړ او زده‌کړو ته. . .

BACK TO NEWS