د پوهنې وزارت، کورنیو او بهرنیو موسسو تر مینځ د ۴۰ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت ۱۰ هوکړه لیکونه لاسلیک شول

media-moe
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۸/۷ - ۱۱:۵۳
د پوهنې وزارت، کورنیو او بهرنیو موسسو تر مینځ د ۴۰ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت ۱۰ هوکړه لیکونه لاسلیک شول

پوهنې وزارت- کابل: د پوهنې وزیر ډاکتر محمدمیرویس بلخي او د تمویل کوونکو موسسو استازو په شتون کې د پوهنې وزارت او کورنیو او بهرنیو موسسو تر مینځ د ۴۰ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت ۱۰ هوکړه لیکونه لاسلیک شول.
دا غونډه نن د لړم ۷ مه پوهنې وزارت کې د رسنیو په شتون کې تر سره شوه.
پوهنې وزارت دا هوکړه لیکونه د ښوونځي څخه پاتې ماشومانو لپاره د ټولګیو جوړولو، د چټکو زده کړو ټولګیو، د ظرفیت لوړوالي پروګرامونو تر سره کولو، د ښوونځيو جوړولو، د معلولیت لرونکو ماشومانو لپاره د ښوونې او روزنې زمینو برابرولو او د ماشومانو نړیوال کنوانسیون په باره کې د پوهاوي ورکولو او د قرطاسیو او خیمو چمتو کولو له لارې د دولتي ښوونځيو ملاتړ په برخه کې لاسلیک شوي دې.
ډاکتر بلخي د یادو هوکړه لیکونو لاسلیکولو موخه د ښوونې او روزنې دریم ملي ستراتیژیک پلان ته لاسرسۍ یاد کړ او زیاته یې کړه چې د دغو هوکړه لیکونو د پلي کولو سیمه د افغانستان مرکز او ولایتونه دې.
د یادونې وړ ده چې د دغو پروګرامونو ګټه اخیستونکي د ښوونځي څخه پاتې ۲۶۹۷۵ تنه ماشومان، ۲۱۵ تنه شدید معلولیت لرونکي، ۴۴۰۱۷ تنه د دولتي ښوونځيو زده کوونکي او ۳۴۴۰ تنه يې ښوونکي او د پوهنې وزارت کارکونکي دي.
لاندې د کورنیو او بهرنیو موسسو سره د ۱۰ لاسلیک شویو هوکړه لیکونو جزئیات کتلای شۍ.

۱.د افغانستان برک موسسه (BRAC)
د ۷۶۷۵ نجونو زده کوونکو لپاره د ۲۶۳ بابه سیمه ئیزو ټولګیو جوړول،د ۹۶۱۶ تنو لپاره د حرفوي ۴۰ مرکزونو جوړول، د ۵ بابه ښوونځيو جوړول، د ۳۰۰ بابه دولتي ښوونځيوملاتړ، د ۲۷۴ خیمو چمتو کول او د لرې لارو زده کړو په اساس د تکنالوژي ۱۰ مرکزونو جوړول
ولایتونه: (کابل، پروان، کاپیسا، بغلان، سمنگان، بلخ، جوزجان، کندز، هرات او ننگرهار) د ۸ کلنو په ترڅ کې
بودجه: ۲۹.۸۱ میلیونه پونډه
تمویل کوونکۍ: UK DFID

۲. د اسلامي سوکالۍ نړیواله موسسه- افغانستان (Islamic Relief Worldwide)
د ۳۵۰۰ بیځایه شویو کورنیو او راستنیدونکو ماشومانو لپاره د ۱۰۰ بابه سیمه ئیزو زده کړو ټولګیو جوړول
ولایت: بلخ د یوه کال په لړ کې
بودجه: ۳۹۹۱۲۲ امریکايي ډالره
تمویل کوونکۍ: UNOCHA- AHF

۳. د اکتید موسسه (ACTED)
د ۷۵۰۰ تنه ماشومانو لپاره د ۱۲۵ بابه سیمه ئیزو زده کړو ټولګیو جوړول
ولایت: فاریاب د یوه کال په لړ کې
بودجه: ۵۰،۵۸۹،۳۱۵ افغانۍ
تمویل کوونکۍ: UNICEF Kabul Headquarter

۴. په خطر کې ماشومانو، موسسه (CiC)
۳۵۰۰ تنو ماشومانو لپاره د ۹۰ بابه سیمه ئیزو زده کړو ټولګیو جوړول
ولایت : ارزګان د یوه کال په لړ کې
بودجه : ۳۹۸،۷۷۲ امریکايي ډالره
تمویل کوونکۍ : UNOCHA- AHF

۵. په آسیا کې د ټولنیزو خدمتونو نړیواله موسسه (CWSA)
د ښوونیزو ورکشاپونو جوړول، د ښوونکو، ښوونځيو مدیرانو، د ښوونکو او والدینو کمیټې غړو، د پوهنې ریاستونو کارکونکو، د سیمې اوسیدونکو، د سیمې پراختیا شورا غړو، سیمه ئیز ملا امامانو او مشرانو لپاره د ښوونځيو څخه د ملاتړ په موخه د همغږي غونډو جوړول او د زده کوونکو لپاره د لوبو ۲ بابه میدانونو جوړول
ولایت: بامیان، ننګرهار او لغمان د یوه کال په ترڅ کې
بودجه: ۱۰،۳۴۴،۰۲۵ افغانۍ
تمویل کوونکۍ: (Presbyterian World Services and Development) او (Act for Peace)

۶. د نړیوالې ژغورنې کمیتې موسسه (IRC)
د ۵۰ سیمه ئیزو زده کړو ټولګیو جوړول او د ۳۱۵۰ تنو ماشومانو لپاره د ۴۰ بابه چټکو زده کړو ټولګیو جوړول او د دولتي ښوونځيو څخه ملاتړ
ولایت: بادغیس او هلمند د یوه کال په ترڅ کې
بودجه: ۱،۲۹۹،۹۹۹ امریکايي ډالره
تمویل کوونکۍ: د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکۍ دفتر (OCHA)

۷. د نړیوالې ژغورنې کمیټې موسسه (IRC)
۱۶۵۰ تنو ماشومانو ته د ۵۵ بابه سیمه ئیزو ټولګیو جوړول
ولایت: کابل، ننګرهار او هلمند د یوه کال په ترڅ کې
بودجه: ۲۰۰،۰۰۰ یورو
تمویل کوونکۍ: د Stichting Vluchteling (SV) دفتر

۸. د سره صلیب نړیوالې کمیټې موسسه (ICRC)
د ۲۱۵ تنو شدیدو معلولیت لرونکو زده کوونکو لپاره د کورنیو ټولګیو جوړول
ولایت: بلخ، هرات، ننګرهار، کاپیسا، پروان، پنجشیر او بدخشان کې د یوه کال په ترڅ کې
بودجه: ۳۳۴،۰۰۰ امریکايي ډالره
تمویل کوونکۍ: د سره صلیب نړیواله کمیټه

۹. د نی قلعه موسسه (NQA)
د ښوونځيو زده کوونکو،ښوونکو او د زده کوونکو والدینو لپاره د ماشوم حقونو نړیوال کنوانسیون په باره کې د پوهاوې وړاندې کول، او د ماشومتوب دورې ښه والي لپاره د کنوانسیون ګټو څخه استفاده او د ماشوم حقونو په اړه د زده کوونکو تر مینځ د رقابتی سیالیو په لاره اچول
ولایت: بامیان د څلورو میاشتو په ترڅ کې
بودجه: ۴،۱۶۵،۴۴۰ افغانۍ
تمویل کوونکۍ: د UNICEF مرکزی دفتر

۱۰. د ټولنیز پرمختګ او د سولې لپاره د هیلې موسسه (SDHPO)
د ښوونځيو ښوونکو او زده کوونکو لپاره د سولې او شخړې حل پروګرامونو په لاره اچول
ولایت: هرات د ۱۰ میاشتو په ترڅ کې
بودجه: ۲۴،۶۵۵ امریکايي ډالره
تمویل کوونکۍ: USIP

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۱:۵۵
Background image

بدخشان ولایت کې د څه باندې ۱ میلیون افغانیو په لګښت یو ښوونځی ترمیم شو

د بدخشان ولایت د جرم ولسوالۍ دهسنگان منځني ښوونځي ودانۍ، له اساسي ترمیم او د نویو تشنابونو له جوړېدو وروسته، بېرته ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
یاد ښوونځی چې د همکارې ادارې له لوري د ۱. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۰:۳۰
Background image

په لوګر ولایت کې د ۱۴۰ تنو ښوونکو او د تعلیمي بنسټونو د مدرسینو په ګډون علمي ناسته پیل شوه

 د لوګر ولایت مرکز اړوند ۱۴۲ بابه دیني مدارسو او ښوونځیو د ۲۵۰ تنو ښوونکو په ګډون د «قرآن کریم په اسانه طریقه تدریس» تر سرلیک لاندې درې ورځنی علمي او روزنیز ورکشاپ پیل شو.
یاده ناسته د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۰:۲۵
Background image

په ننګرهار ولایت کې له یوه ښوونځي سره د خېمې او قرطاسیې مرسته وشوه

د یو همکار بنسټ لخوا، د ننګرهار ولایت سپین‌غر ولسوالۍ اړوند مهمند راغه لومړني ښوونځي سره د یوې خېمې، د پاکو اوبو ذخیرې او قرطاسیې مرسته وشوه.
د یاد ولایت د پوهنې ریاست مسئولینو له زده. . .

BACK TO NEWS