د کابل ښار تاجور سلطانه لیسې زده کوونکو خپل کلتوري او ساینسي نندارتون پرانست

media-moe
دوشنبه ۱۳۹۸/۸/۱۳ - ۱۱:۳۶
د کابل ښار تاجور سلطانه لیسې زده کوونکو خپل کلتوري او ساینسي نندارتون پرانست

د پوهنې وزارت_کابل: دا نندارتون د کابل ښار پوهنې رئیس ډاکتر احمد ضمیر ګوارا او د پوهنې وزارت استازو په شتون کې پرانستل شو چې په دې نندارتون کې د تاجور سلطانه لیسې د زده کوونکو لاسي کارونه، ورزشي نندارې، تیاتر ته هم ځاې ورکړل شوۍ وو.
ډاکتر احمدضمیر ګوارا د ساینسي مضمونونو مختلفو برخو کې د یادې لیسې د زده کوونکو زحمتونه او لاسته راوړنې وستایلې او د دا شان نندارتونونو پرانستل يې د زده کوونکو وړتیاوو په پراختیا کې غوره وبللې او یادونه یې وکړه چې پوهنې وزارت په ځانګړې ډول د کابل ښار پوهنې ریاست به تل د دا ډول نندارتونونو په پرانستلو کې همکاري وکړي.
ګډون کوونکو په دې غونډه کې د دا ډول نندارتونونو له تر سره کیدو څخه خوښي وښوده او په کابل ښار او ولایتونو کې د ښوونځيو تر مینځ د دا ډول نندارتونونو د تر سره کیدو غوښتونکي شول او ټينګار یې وکړ چې دولت باید په دې برخه کې د تکړه او استعداد لرونکو زده کوونکو لپاره د عملي کار زمینه برابره کړي.
د دې غونډې په ترڅ کې د یادې لیسې د دولسم ټولګي زده کوونکو د خپل فراغت جشن ولمانځه چې په ویناوو او په زړه پورو نمایشاتو پاې ته ورسید.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۴
Background image

د پوهنې له ډګره د نن ورځې خبرونو لنډيز

۱-د لغمان ولایت په فرشغان ولسوالۍ کې د منجغان لومړني ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو چارې د درې بسوې ځمکې په ساحه کې پیل شوې.
 دغه ځمکه د سیمې د علم‌پرورشخصیت حاجي سید علي له خوا وقف شوې او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۲
Background image

په لوګر ولایت کې د یوه ښوونځي د درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې

د لوګر ولایت مرکز جباري کلي کې د «احرار لومړني ښوونځي» لپاره د څلورو درسي خونو او یوه دهلیز جوړولو کارونه د شاوخوا ۶۰۰ زره افغانیو په لګښت د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ پیل شول.
د یاد. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۵:۴۹
Background image

په کابل ښار کې د ښوونکو لپاره د وړتیا لوړونې شپږ ورځنی علمي ورکشاپ پیل شو

د کابل ښار پوهنې ریاست په همغږۍ او د یوه همکار بنسټ په مالي ملاتړ، د ښوونځیو د ۲۳۷تنو ښوونکو لپاره د مسلکي وړتیا لوړونې شپږ ورځنی علمي او تخنیکي ورکشاپ پیل شو.
یاد ورکشاپ د ښوونکو د. . .

BACK TO NEWS