پوهنې وزیر د لوګر ولایت له لوړ رتبه چارواکو سره د یاد ولایت د زده کوونکو څخه د ناوړه ګټه اخیستنې په تړاو د خپاره شوي راپور په اړه د جدي څارنې په موخه لیدنه وکړه.

media-moe
شنبه ۱۳۹۸/۸/۲۵ - ۱۸:۱۳
پوهنې وزیر د لوګر ولایت له لوړ رتبه چارواکو سره د یاد ولایت د زده کوونکو څخه د ناوړه ګټه اخیستنې په تړاو د خپاره شوي راپور په اړه د جدي څارنې په موخه لیدنه وکړه

پوهنې وزارت- کابل: د افغانستان پوهنې وزیر ډاکتر محمدمیرویس بلخي د لوګر له والي محمد انور اسحاق زي، د یاد ولایت د ولسي جرګې او مشرانو جرګې له استازو، د ولایتي شورا رئیس او نورو لوړ رتبه چارواکو سره د یاد ولایت له زده کوونکو څخه د ناوړه ګټه اخیستنې په تړاو د خپاره شوي راپور د سرغړونو اړخونو څیړلو او روښانولو په اړه لیدنه او خبرې اترې وکړې.

دا لیدنه چې د پوهنې وزارت په کوربه توب تر سره شوه، پوهنې وزیر ډاکتر محمدمیرویس بلخي د یادې موضوع د مختلفو اړخونو د څیړلو او روښانه کولو لپاره د باصلاحیته پلاوي له ګمارلو څخه خبر ورکړ او زیاته یې کړه چې یاد پلاوۍ نن سهار لوګر ولایت ته رسیدلۍ دۍ.

پوهنې وزیر په دې موضوع ټينګار وکړ چې د ښوونې او روزنې مرکزونه د افغانستان ماشومانو ښوونې او روزنې ځاي دۍ نو له همدې امله مونږ د ښوونکو او اداري کارکوونکو په ګډون په دې وزارت کې د ټولو کارکوونکو له کړنو څخه جدي څارنه لرو.

د لوګر والي محمد انور اسحاق زي په دې لیدنه کې وویل چې دا راپور نه یواځې چې حقیقت نه لري بلکه د پوهنې کورنۍ او د لوګر ولایت معارف دوسته خلکو ته سپکاوۍدۍ.

اسحاق زي همدارنګه د لوګر ولایت په سطح د امنیتي، عدلي او قضایي ارګانونو څخه د باصلاحیته پلاوو له ګمارنې څخه خبر ورکړ او زیاته یې کړه چې د لوګر ولایت ټول لوړ رتبه چارواکي به د یادې موضوع ټول اړخونه د جدي څیړنې او تعقیب لاندې ونیسي.

د لوګر ولایت وکیلانو او سناتورانو همداشان وویل چې د ښوونې او روزنې لمنه پاکه ده او په دې ادعاوو او تورونو باید ککړه نشي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۹
Background image

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست ته کلورین ګولۍ ولېږل شوې

پوهنې وزارت، د زده‌کوونکو د څښاک اوبو تصفیې او پاکولو په موخه د کلورین یو میلیون او اووه سوه زره (۱,۷۰۰,۰۰۰) ګولۍ د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست ته وسپارلې، ترڅو زده‌کوونکي له هغو ناروغیو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۵۷
Background image

پکتیکا ولایت کې د ښوونکو څه د پاسه۴۰۰ خالي بستونه اعلان ته وسپارل شول

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست د مرکز او ولسوالیو اړوندو ښوونځیو لپاره د ښوونکو ۴۲۸ خالي بستونه اعلان ته وسپارل.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي عبدالوکیل خالد وایي: د ښوونکو د خالي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۵۲
Background image

د کابل ښار د ابراهیم خلیل‌الله عالي لېسې ۷۸ پایې مېزونه او څوکۍ ترمیم شوې

د کابل ښار د ابراهیم خلیل‌الله عالي لېسې ۷۸ پایې غیر فعال مېزونه او څوکۍ د پوهنې له بودیجې څخه د ۲۳ زره او ۴۰۰ افغانیو په لګښت ترمیم او بېرته د زده‌کوونکو د استفادې لپاره چمتو شوې.
د. . .

BACK TO NEWS