پوهنې وزیر او د جمهور رئیس مشاور د مالي کړنو د ښه والي پلان (FPIP) په اړه خبرې اترې وکړې

media-moe
چهارشنبه ۱۳۹۸/۸/۲۹ - ۱۲:۲۰
پوهنې وزیر او د جمهور رئیس مشاور د مالي کړنو د ښه والي پلان (FPIP) په اړه خبرې اترې وکړې

پوهنې وزارت- کابل: پوهنې وزیر ډاکتر محمدمیرویس بلخي د افغانستان جمهور رئیس له مشاور اندرو لیانګ او ماليې وزیر سره لیدنه وکړه او د بودجې مصرف او مالي کړنو د ښه والي پلان (FPIP) په اړه یې پوهنې وزارت کې خبرې اترې وکړې.

دا لیدنه چې د پوهنې وزارت په کوربه توب تر سره شوه، دواړو لورو په پوهنې وزارت کې په اصولي شکل د بودجې مصرف اندازې او د دې موضوع د قوت او ضعف نقطې د څیړنې لاندې ونیولې.

پوهنې وزیر په دې لیدنه کې د ښوونې او روزنې بودجې مصرف لمړیتوبونو او د شته ستونزو څخه، او همدارنګه د مبایل له لارې د ښوونکو او پوهنې کارکوونکو د معاشونو ورکولو شته ننګونو څخه هم یادونه وکړه.

د افغانستان جمهور رئیس مشاور پوهنې وزارت کې د بودجې مصرف او مالي کړنو د ښه والي پلان طرحې د پلې کولو څخه خبر ورکړ او په دې برخه کې یې د پوهنې وزارت له کړنو څخه خوښې وښوده.

د یادونې وړ ده چې په پام کې ده چې د دې طرحې په چوکاټ کې د بودجې مصرف سیستم له بیاکتنې او د راغلو نتیجو له څيړلو وروسته، په دولتي بنسټونو او وزارتو کې د هغو پلې کولو په اړه تصمیم ونیول وشي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۵
Background image

د قرارداد د پرېکړې د پوهنې وزارت خبرتیا

د پوهنې وزارت په پام کې لري، چې د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د خدماتو ریاست د اړتیا وړ مېزونو او څوکیو د تولید په موخه د ۵۷ قلمه خامو موادو برابرولو او پېرلو قرارداد، د ۱۴ میلیونه، ۳۳۸ زره او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۵۹
Background image

په پنجشېر کې ښوونکو ته درسي مرستندویه توکي ووېشل شول

د یو همکار بنسټ له لوري په پنجشېر ولایت کې ښوونکو ته د ۶۷۱ زره او ۲۷۵ افغانیو په ارزښت د درسي مرستندویه توکو ۱۰۰ کڅوړې ورکړل شوې.
د یادې مرستې موخه د ښوونې او روزنې د بهیر ملاتړ او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۵۷
Background image

په لوګر کې ۲۰۰ یتیمو او اړمنو زده‌کوونکو ته درسي توکي ووېشل شول

د لوګر ولایت مرکز اړوند د حصارک لېسې ۲۰۰ تنو یتیمو او اړمنو زده‌کوونکو ته د یوه خیریه بنسټ له لوري درسي توکي ووېشل شول.
د یادې مرستې موخه د اړمنو او یتیمو زده‌کوونکو ملاتړ او زده‌کړو ته. . .

BACK TO NEWS