د ولسي جرګې د معارف او لوړو زده کړوکمیسون مشر او غړو د ننګرهار پوهنې له ریس سره ګډه ناسته وکړه

media-moe
پنجشنبه ۱۳۹۸/۸/۳۰ - ۱۰:۱۱
دولسي جرګې د معارف او لوړو زده کړوکمیسون مشر او غړو د ننګرهار پوهنې له ریس سره ګډه ناسته وکړه

د پوهنې وزارت_ننګرهار: د ولسي جرګې د معارف او لوړو زده کړو کمیسون دریس الحاج امیرګل شاهین په مشرې ددې کمیسون غړو چې په ترکیب کې یی بي بي حاجي لیلما ولي حکمي، عبدالقادر قلاتوال، نیازولي مسلم،فریده بیګزاد،ډاکتر احمد ضیا یفتلي او عطا محمد دهقانپور شامل دي دننګرهار دپوهنې ریس حسیب الله شینواري سره د هغه د کار په دفتر کې ناسته وکړه.
ښاغلي امیرګل شاهین وویل ننګرهار ته یی د سفر موخه د پوهنېز بهیر د ارزونې او ستونزو څیړل او حل لارو موندل دي. نوموړي وویل هڅه یې داده چې د ټول هیواد په کچه د روان پوهنیز بهیر ارزونه وکړي او بیا خپل یاددښتونه د پوهنې وزارت له مشرتابه سره شریک کړي.
دننګرهاردپوهنې ریس حسیب الله شینواري دننګرهار پوهنې ریاست ته دولسي جرګې د معارف او لوړو زده کړو کمیسون دریس او غړو دسفر او لیدنې له امله مننه وکړه او پلاوي ته یې د ننګرهار د روان پوهنیز بهیر په اړه هر اړخیز معلومات وړاندی کړل او همدارنګه یې دپوهنیز بهیر پر وړاندې پرتې ستونزې او ننګونې له پلاوي سره شریکې کړې:
دپوهنې ریس له پلاوي وغوښتل چې د پوهنې ریاست سره د ښوونکو د بستونو ،داړتیا وړ عادي او پرمختیایی بودجې د کمښت ستونزې شریکې کړې ویې ویل ننګرهار پوهنې ریاست اوسمهال پرننګرهار سربیره په دې ولایت کې د خواوشاه لسو ولایتونو استوګنو ته ښوونیز خدمات وړاندې کوي په داسې حال کې چې ورکول شوي امکانات په نشت برابردي.
دولسي جرګې راغلي پلاوي دپوهنې ریس ته ډاډ ورکړ چې ستونزې به یې د حل په موخه د پوهنې وزارت او نورو اړوندو ادارو سره شریکي کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۵
Background image

د قرارداد د پرېکړې د پوهنې وزارت خبرتیا

د پوهنې وزارت په پام کې لري، چې د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د خدماتو ریاست د اړتیا وړ مېزونو او څوکیو د تولید په موخه د ۵۷ قلمه خامو موادو برابرولو او پېرلو قرارداد، د ۱۴ میلیونه، ۳۳۸ زره او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۵۹
Background image

په پنجشېر کې ښوونکو ته درسي مرستندویه توکي ووېشل شول

د یو همکار بنسټ له لوري په پنجشېر ولایت کې ښوونکو ته د ۶۷۱ زره او ۲۷۵ افغانیو په ارزښت د درسي مرستندویه توکو ۱۰۰ کڅوړې ورکړل شوې.
د یادې مرستې موخه د ښوونې او روزنې د بهیر ملاتړ او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۵۷
Background image

په لوګر کې ۲۰۰ یتیمو او اړمنو زده‌کوونکو ته درسي توکي ووېشل شول

د لوګر ولایت مرکز اړوند د حصارک لېسې ۲۰۰ تنو یتیمو او اړمنو زده‌کوونکو ته د یوه خیریه بنسټ له لوري درسي توکي ووېشل شول.
د یادې مرستې موخه د اړمنو او یتیمو زده‌کوونکو ملاتړ او زده‌کړو ته. . .

BACK TO NEWS