د لوګر د پوهنې نوی سرپرست رئیس معرفي شو
د پوهنې وزارت_لوګر: د لوګر ولایت د پوهنې ریاست لپاره نوی ټاکل شوی سرپرست رئیس معرفي شو او رسمآ یې خپله دنده پیل کړه.
د هغه د پېژندګلوۍ په مراسمو کې د پوهنې وزارت ستر سلاکار ډاکټر اسدالله محقق جهاني، والي الحاج محمد انور اسحاق زي، مرستیال والي محمد نبي احمدزي، په ولسي جرګه کې د لوګر د خلکو استازې هما احمدي، امنیتي مسوولینو، د پوهنې ریاست مرستیالانو او کار کوونکو برخه اخیستې وه.
د پوهنې نوی ټاکل شوی سرپرست رئیس نثار احمد سیدي نومیږي، چې د پوهنې وزارت په وړاندیز او د جمهوري ریاست د حکم له مخې پر دې دندې نوی ګومارل شوی دی.
هغه خپلې زده کړې د اقتصادي علومو په برخه کې د لیسانس تر کچې سرته رسولي او هم یې د ادارې او حسابدارۍ، د ښوونې او روزنې په برخو کې تحصیلي ډیپلومونه اخیستي دي.
نوموړی له دې مخکې د پوهنې وزارت د مقام ستر سلاکار وو، د پوهنې په برخه کې د ډېرو کلونو ښه تجربه لري، چې په ټاکل کېدو سره به یې د پوهنې ډېرې ستونزې هوارې شي.
د پوهنې وزارت ستر سلاکار ډاکټر اسدالله محقق جهاني د پوهنې له نوي سرپرست رئیس څخه وغوښتل، چې د پوهنې بهیر د پرمختګ لپاره بنسټیز کارونه وکړي.
د لوګر والي الحاج محمد انور اسحاق زي نوي ټاکل شوي سرپرست رئیس ته د دندې د پیل مبارکي ورکړه او له هغه څخه یې د ښو خدمتونو د ترسره کولو هېله وکړه.
ها خوا د پوهنې نوي ټاکل شوي سرپرست رئیس نثار احمد سیدي د خپلې دندې د پیل پر مهال ژمنه وکړه، چې د پوهنې وضعیت د ښه والي لپاره پراخې هلې ځلې وکړي.
د یادونې وړده، چې له دې مخکې د لوګر د پوهنې رئیس عبدالوکیل کلیوال وو، چې ده کابو د یونیم کال لپاره یاده دنده ترسره کړه.
