پوهنې وزیر د ننګرهار ولایت له یو شمیر ځوانانو سره وکتل

media-moe
چهارشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۰ - ۱۴:۱۹
پوهنې وزیر د ننګرهار ولایت له یو شمیر ځوانانو سره وکتل.

پوهنې وزارت- کابل: پوهنې وزیر ډاکتر محمدمیرویس بلخي د ننګرهار ولایت له یو شمیر ځوانانو سره لیدنه او خبرې اترې وکړې.

دا لیدنه چې د پوهنې وزارت په کوربتوب ترسره شوه، د ننګرهار ولایت ځوانانو د یاد ولایت د ښوونې او روزنې ستونزې د پوهنې وزیر ډاکتر بلخي سره شریکې او د یادو ستونزو د حل او څار غوښتونکي شول.

د پوهنې وزارت مشرتابه د ننګرهار د ښوونې او روزنې د شته ستونزو له اوریدو وروسته ژمنه ورکړه چې د یادو ستونزو د حل او څار لپاره به جدې کړنې تر سره کړي.

د دې لیدنې په پاي کې د ننګرهار څخه راغلو ځوانانو په افغانستان کې د ښوونې او روزنې د حالت له ښه والي څخه یادونه وکړه او د پوهنې وزیر غوره کړنې یې وستایلي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۵:۵۶
Background image

د ولایتونو له پوهنې ریاستونو څو لنډ خبرونه

 لوګر
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لوري د لوګر ولايت مرکز اړوند «پادخواب‌شانه» کلي د شهیدانو لېسې کتابتون ته ۱۷۸ ټوکه کتابونه، ۵ مېزونه او ۲۰ څوکۍ ورکړل شوې. 
همدارنګه د سیمې د خلکو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۰:۴۶
Background image

په فاریاب ولایت کې د یو باب ښوونځي ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د فاریاب ولایت اندخوی ولسوالۍ اړوند په الهندي خانه سیمه کې د یو باب لومړني ښوونځي نوې ودانۍ د یاد ولایت پوهنې مسوولینو په ګډون، د دیني علماءکرامو، قومي مخورو او د سیمې د خلکو په حضور کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۰:۴۳
Background image

د پکتیکا ولایت په ښوونځیو کې د راستنو شویو کډوالو ماشومانو د جذب ازموینه واخیستل شوه

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست له ۷۰ تنو کډوالو ماشومانو څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیسته.
د ياد ولایت پوهنې رئیس مولوي عبدالوکیل خالد وایي چې د دغې ازموینې لپاره ۱۳۰ تنو ماشومانو نوم. . .

BACK TO NEWS