د غزني ولایت د دارالمعلمین یوتن ښوونکي ته د ملالۍ افغان افتخاري مډال ورکړل شو

media-moe
دوشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۵ - ۱۵:۵۳
د غزني ولایت د دارالمعلمین یوتن ښوونکي ته د ملالۍ افغان افتخاري مډال ورکړل شو

د پوهنې وزارت_غزنی: په غزني ولایت کې د محمد هاشم میوندوال د دارلمعلمین یو تن ښوونکي ته د ملالۍ افغان افتخاري مډال ورکړل شو.
یاد مډال د غزني ولایت د پوهنې ریاست په وړاندیز د پوهنې وزارت له لوري د محمد هاشم میوند وال د دارلمعلمین پخواني ښونکي اغلي معصومي " محمدي" ته په نظر کې نیول شوی وه چې د یوي ځانګړي غونډي په ترڅ کې د پوهنې ریاست د تدریسي مرستیالي بي بي رعنا" نجمي" له لوري د پوهنې د رئیس او د یاد ریاست د ګڼ شمیر اداري کارکونکو په شتون کې نوموړي ښوونکي ته وسپارل شو‌‍، د پوهنې رئیس ښاغلي محب الرحمن" انصار" په یاده غونډه کې د خبرو پرمهال په اداري سیستم کې د مکافاتو او مجازاتو اصل ته په کتو سره زیاته کړه چې هرهغه څوک چې د پوهنې په ډګر کې کار او خدمت کوي د تشویق او تقدیر وړ دي.
د پوهنې رییس زیاته یي کړه چې د پوهنې ریاست رهبري پلان لري تر څو د علم په ډګر کې ټول خدمت کوونکې کسان تقدیر او تشویق کړي همدارنګه د پوهنې رئیس د هیواد فعلي شرایطو ته په کتو سره پوهنه د نجات یواځینې لار یاد کړه او په یاد ډګر کې یي د ټولو قرباني شو قرباني د قدر وړ وبلله او زیاته کړه چې یاد افتخاري مډال د پوهنې په برخه کې د یاد استاد خدمت کولو او د پوهي په برخه کې قرباني ته په کتو سره په نظر کې نیول شوی ده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۵:۲۵
Background image

د پوهنې وزارت د تشکیلاتو رئیس بدخشان ولایت ته په رسمي سفر لاړ

د پوهنې وزارت د تشکیلاتو رئیس محترم مفتي عبدالحلیم حلیمي، چې د یو رسمي سفر په ترڅ کې بدخشان ولایت ته تللی، د یاد ولایت له  پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي نصرت‌الله فیضاني سره وکتل او خبرې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۵:۲۲
Background image

په غزني ولایت کې د شاوخوا یو میلیون افغانیو په لګښت یوه دیني مدرسه جوړېږي

 د غزني ولایت قره‌باغ ولسوالۍ اړوند په خاربلاق کلي کې د «بدرالشهدا» مدرسې بنسټ ډبره،
 د پوهنې مسوولینو او د سیمې اوسېدونکو په حضور کې کېښودل شوه.
یاده مدرسه د سیمې خلکو په مالي همکارۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۵:۱۰
Background image

د پکتیکا ولایت په یوه دیني مدرسه کې د درسي ټولګیو او کتابتون جوړولو چارې پیل شوې

د پکتیکا ولایت په بکخېل ولسوالۍ کې « د فیض المدارس حمیدیه دیني مدرسې» لپاره د درسي ټولګیو او یو کتابتون جوړولو کارونه پیل شوي، چې ارزښت یې ۳۵۰ زره افغانۍ دی او د سیمې د خلکو په مالي. . .

BACK TO NEWS