هلمند کې د ښوونځیو د ادارې شوراګانو غړو ته روزنیز ورکشاپ جوړ شو
د پوهنې وزارت_هلمند: د هلمند ولایت مرکز او ولسوالیو د ښوونځیو د ادارې شورا ګانو غړو ته د ظرفیت لوړونې او په ښوونځیو کي د لومړیتوبونو د پیژندلو په موخه یو ورځنۍ ورکشاپ جوړ شو.
د غه ورکشاپ د IRC یا ژغورني د نړیوالي کمیټې لخوا جوړ شوي، چې د ښوونځیو د اداری شوراګانو غړو ته به ښوونځیو کي د لومړیتوبونو د پیژندلو په اړه لازم معلومات ورکړل شي .
په یاد ورکشاپ کې د مرکز لښکرګاه ښار په ګډون دناوې، نادعلي او ګرشک ولسوالیو د ۱۲ بابه ښوونځیو د ادارې شوراګانو څخه ۳۳ تنو غړو ګډون لري.
د یاده ولو وړ ده چې نوموړې موسسه به دیوولسو ښوونځیو دترمیم لپاره د ۹۰ زره افعانیو مرسته کوي چي د شوراګانو د ټرینینګ سویو غړو لخوا به یي څارنه کیږی.
