د هلمند د ښوونځیو د زده کوونکو ځخه دستوري پیژندلو په موخه از موینه واخیستل شوه
د پوهنې وزارت_هلمند: د پوهنې وزارت محترم مقام اړوند د ساینس او ښوونېزې ټکنالوژۍ ریاست د هدایت پر اساس د ساينس او ریاضیاتو په برخه کې د ستوري پېژندلو په موخه دهلمند ولایت د ښوونځیو د زده کوونکو څخه د ازموینو لړۍ پیل شول.
د هلمند ولایت د پوهنې رئیس محمد داؤد شاه صفاري د مرکزي نسوان لیسې چي شاوخوا ۳۰۰ زده کوونکو د ستوري د پېژندلو په دې ازموینه کي برخه درلوده لیدنه وکړه.
صفاري هغه زده کوونکو ته چي د ستوري د پېژندلو په ازموینه کي يې برخه اخیستې وه، سپارښتنه وکړه ترڅو د زده کړو په تر لاسه کولو کې هر ډول هلي ځلي وکړي او وتوانیږي ترڅو هغه حق چي زده کوونکي يې پر هیواد، ټولنه او کورنۍ لري تر لاسه کړي او په راتلوونکي د خوښیو او هوسا ژوند څخه برخمن شي.
د یادوني وړ ده چي د مرکزي نسوان لیسې تر څنګ په یو شمیر نورو ښوونځیو کي هم یاده پروسه پیل شوې ده، چي پکښې زرګونو زده کوونکو برخه اخستې ده.
