د لوګر یوه ښوونځي ته یوه قومي مشر ځمکه وقف کړه

media-moe
چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۴ - ۹:۹
د لوګر یوه ښوونځي ته یوه قومي مشر ځمکه وقف کړه

د پوهنې وزارت_لوګر: د لوګر ولایت د برکي برک ولسوالۍ یوه قومي مشر په خپله خوښه د یوه ښوونځي د جوړولو لپاره ځمکه وقف کړه.
دغه قومي مشر الحاج عبیدالله نومیږي، چې خپله یو جریب ځمکه یې د شهید محمد انور په نوم د نجونو او هلکانو لومړني ښوونځي ته وقف کړې ده.
یاد ښوونځی ۸ کاله مخکې د ودانۍ د نه لرلو له امله په یوه شخصي کور کې فعال شوی، چې د ۲۳۱ نجونو په ګډون ۴۹۳ زده کوونکي لري.
د لوګر د پوهنې سرپرست رئیس نثار احمد سیدي د نوموړي قومي مشر د یاد کار ستاینه وکړه او دا یې له ثوابه ډک کار وباله.
د پوهنې رئیس زیاته کړه، چې پر یادې ځمکې به په راتلونکې کال کې د ولسي تړون یا اقراء پروګرام له لارې ودانۍ جوړه شي.
د یادونې وړده، چې د روان کال له پیله تر اوسه د لوګر یو شمېر قومي مشرانو ۱۲ ښوونځیو ته ۲۵ جریبه ځمکې وقف کړي دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۵:۲۵
Background image

د پوهنې وزارت د تشکیلاتو رئیس بدخشان ولایت ته په رسمي سفر لاړ

د پوهنې وزارت د تشکیلاتو رئیس محترم مفتي عبدالحلیم حلیمي، چې د یو رسمي سفر په ترڅ کې بدخشان ولایت ته تللی، د یاد ولایت له  پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي نصرت‌الله فیضاني سره وکتل او خبرې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۵:۲۲
Background image

په غزني ولایت کې د شاوخوا یو میلیون افغانیو په لګښت یوه دیني مدرسه جوړېږي

 د غزني ولایت قره‌باغ ولسوالۍ اړوند په خاربلاق کلي کې د «بدرالشهدا» مدرسې بنسټ ډبره،
 د پوهنې مسوولینو او د سیمې اوسېدونکو په حضور کې کېښودل شوه.
یاده مدرسه د سیمې خلکو په مالي همکارۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۵:۱۰
Background image

د پکتیکا ولایت په یوه دیني مدرسه کې د درسي ټولګیو او کتابتون جوړولو چارې پیل شوې

د پکتیکا ولایت په بکخېل ولسوالۍ کې « د فیض المدارس حمیدیه دیني مدرسې» لپاره د درسي ټولګیو او یو کتابتون جوړولو کارونه پیل شوي، چې ارزښت یې ۳۵۰ زره افغانۍ دی او د سیمې د خلکو په مالي. . .

BACK TO NEWS