د خوست ولایت د چټکو زده کړو ټولګیو وښوونکو ته روزنیږ ورکشاپ پیل شو

media-moe
پنجشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۱۹ - ۱۱:۹
د خوست ولایت د چټکو زده کړو ټولګیو وښوونکو ته روزنیږ ورکشاپ پیل شو

د پوهنې وزارت_خوست: د خوست ولایت د چټکو زده کړو ټولګیو ښوونکو ته د د اوسپنې او فولیک اسیډ ګولیو د استعمال پر طریقه او د سالمو غذایي موادو په اړه د پوهاوي ورکشاپ پیل شو.
دغه ورکشاپ کې د خوست ولایت د مرکز او ولسوالیو کې د نجونو د چټکو زده کړو ټولګیو ۹۷ تنه ښځینه او نارینه ښوونکو ته د وینې کمښت پېژندنې ،د اوسپنې فولیک اسیډ بشپړونکو ګولیو د استعمال پر طریقه او د سالمو غذاوو د پېژندنې په اړه روزنه ورکول کېږي.
یاد ورکشاپ چې پوره ۸ ورځې به روان وي، دوه، دوه ورځې به په خپل نوبت په څلورو ټولګیو کې یادو کسانو ته روزنه ورکړل شي.
د ورکشاپ د پرانیستې پرمهال د پوهنې وزارت د صحي چارو هماهنګ کوونکي او ددې ورکشاپ ټرېنر ډاکټر نصیر احمد جاوید وویل، له دې ورکشاپ یې موخه په ټولنه کې په نویو ځوانو نجونو کې د کم خونۍ ناروغۍ له منځه وړل دي. ده ویل له دې ورکشاپ وروسته به دغه ښوونکي په صنفونو کې د دغه ګولیو او د سالمو صحي غذاګانو په اړه زده کوونکو ته پوهاوي ورکوي.
ښاغلي جاوید وویل د اوسپنې او فولیک اسیډ په ټولو نړیوالو صحي معیارونو برابرې دي له ۱۰ کالنۍ نه تر ۱۹ کالنۍ پورې نجونو ته په اوونۍ کې یو ځل ورکول کېږي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۵:۲۵
Background image

د پوهنې وزارت د تشکیلاتو رئیس بدخشان ولایت ته په رسمي سفر لاړ

د پوهنې وزارت د تشکیلاتو رئیس محترم مفتي عبدالحلیم حلیمي، چې د یو رسمي سفر په ترڅ کې بدخشان ولایت ته تللی، د یاد ولایت له  پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي نصرت‌الله فیضاني سره وکتل او خبرې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۵:۲۲
Background image

په غزني ولایت کې د شاوخوا یو میلیون افغانیو په لګښت یوه دیني مدرسه جوړېږي

 د غزني ولایت قره‌باغ ولسوالۍ اړوند په خاربلاق کلي کې د «بدرالشهدا» مدرسې بنسټ ډبره،
 د پوهنې مسوولینو او د سیمې اوسېدونکو په حضور کې کېښودل شوه.
یاده مدرسه د سیمې خلکو په مالي همکارۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۵:۱۰
Background image

د پکتیکا ولایت په یوه دیني مدرسه کې د درسي ټولګیو او کتابتون جوړولو چارې پیل شوې

د پکتیکا ولایت په بکخېل ولسوالۍ کې « د فیض المدارس حمیدیه دیني مدرسې» لپاره د درسي ټولګیو او یو کتابتون جوړولو کارونه پیل شوي، چې ارزښت یې ۳۵۰ زره افغانۍ دی او د سیمې د خلکو په مالي. . .

BACK TO NEWS