په خوست کې د نجونو د زده کړو لپاره د زمینې برابرولو هڅې چټکېې شویدي

media-moe
چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۹ - ۱۱:۳۶
په خوست کې د نجونو د زده کړو لپاره د زمینې برابرولو هڅې چټکېې شویدي

د پوهنې وزارت_خوست: په خوست ولایت کې د راتلونکي تعلیمي کال لپاره نجونو ته د زده کړو د زمینې برابرولو لپاره هڅې چټکې شویدي.
پوهنې رئیس نصیر احمد روښان د نادر شاه کوټ د قومي مشرانو سره په دې ولسوالۍ کې د نجونو د زده کړې بهیر د چټکتیا په اړه ناسته وکړه.
په یاده ناسته کې د نادرشاه کوټ ولسوالۍ ولسوال فضل ګلاب زوی، د ټولو کلیو قومي مشرانو او د پوهنې شورا ګانو غړو ګډون کړی ؤ.
قومي مشرانو په خپلو خبرو کې د نجونو د تعلیم پر وړاندې د خنډونو د له منځه وړلو په اړه خبرې وکړې، او زیاته یې کړه چي بې علمي د سیمې لپاره ستر ګواښ دی.
په ناسته کې د سیمې قومي مخورو د پوهنې رئیس ته پر هغه ستونزو رڼا واچوله چې دا مهال په دې ولسوالۍ کې د زده کړو په وړاندې لویې ننګونې بلل کیږي، دوی وویل چې په یو شمیر سیمو کې د موجوده ناوړه رواجونو او کلتوري محدودیتونو له امله کورنۍ خپلې لورګانې زده کړو ته نه لیږي خو ژمنه یې وکړه چې د راتلونکي تعلیمي کال له پیلیدا وړاندې به په دې برخه کې د پام وړ عامه پوهاوی وکړي او هڅه به وکړي چې د یو شمیر قومي تړونونو له لارې دغه ستونزې ته حل لاره پیدا کړي.
ناستې ته پوهنې رئیس په خپلو خبرو کې په دې ولسوالۍ کې د نجونو پر زده کړو د ټینګار تر څنګ وویل چې په سیمه کې مخور قومي مشران، دیني عالمان، او متنفذ اشخاص کولای شي چې دې وضعیت ته تغییر ورکړي او په کلیوالي سیمو کې د هلکانو تر څنګ نجونو ته هم د زده کړو زمینه برابره کړي.
پوهنې رئیس د خپلو خبرو په دوام وویل چې په دې ولسوالۍ کې سږ کال اتو ښوونځیو ته نوي ودانۍ جوړې شوي دي چې په دې سیمه کې د نجونو د زده کړو پر وړاندې د مناسب چاپېریال د نه شتون ستونزه ورسره هواره شویده.
فیصله وشوه چې د نوي ښوونیز کال له پیل کیدو وړاندې به قومي مشران خپلو ناستو ته دوام ورکوي تر څو وکولی شي چې په راتلونکي کال کې موجوده ستونزې تر ډیره حل او ټولو ماشومانو ته د برابرو ، باکیفیته زده کړو زمینه برابره شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۵:۳۸
Background image

د ولایتونو له پوهنې ‌ډګره څو لنډ خبرونه

پنجشېر
  د یوه علم‌پرور شخص لخوا د ۲۵ زره افغانیو په ارزښت د پنجشېر ولایت مرکز اړوند له بي بي آمنې لېسې سره د ۱۹۸ ټوکه درسي کتابونو، یو پایه کمپیوټر او یو پایه پرنټر مرسته وشوه.

 لوګر
. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۵:۳۴
Background image

په بدخشان ولایت کې د ۲ میلیونو افغانیو څخه په زیات لګښت د یوه ښوونځي د ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

د بدخشان ولایت شهربزرګ ولسوالۍ اړوند بریخم لېسې د نوې ودانۍ بنسټ ډبره د یاد ولایت د پوهنې رئیس الحاج مولوي محمد طاهر جواد په حضور کې کېښودل شوه.
دغه ودانۍ چې په اساسي او پاخه ډول د ۱۲. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۱:۳۳
Background image

په خوست ولایت کې د راستنو شویو کډوالو ماشومانو د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینې ترسره شوې

د خوست ولایت پوهنې ریاست د ۱۴۰۴ لمریز کال په ترڅ کې هېواد ته د راستنو شویو کډوالو ماشومانو د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینې ترسره کړې، چې له مخې یې ټولټال ۸۶۴ تنه زده کوونکي ښوونځیو او ۳۵. . .

BACK TO NEWS