د پوهنې وزارت سره د یو میلیون څخه د ډيرو درسي کتابونو مرسته شوي ده

media-moe
چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۹ - ۱۴:۲۸
د پوهنې وزارت سره د یو میلیون څخه د ډيرو درسي کتابونو مرسته شوي ده

پوهنې وزارت_کابل: په ۱۳۹۸ ښوونيز کال کې بېلا بېلو ادارو ، د ښوونې او روزنې کارکوونکو، خلکو، د مدني ټولنې فعالانو، دولتي ادارو او ملي سوداګرو له ښوونځیو سره د ۱ ميلیون ۲۶۰ زره ۱۹۲ ټوکه درسي او مطالعوي کتابونو مرسته کړې ده.

دا مرستې چې نېږې ۹۰ سلنه یې درسی کتابونه دي، د ښوونځیو زده کونکو لپاره د درسي کتابونو د کمپاین د پیل په پایله کې، په ښوونځیو کې د درسي کتابونو د کمښت ستونزو د حل لپاره د پوهنې وزارت او مدني بنسټونو لخوا ترسره شو.

دا کتابونه د افغانستان په ۳۰ ولایتونو (کابل ، کندهار ، فراه ، کابل، خوست ، کاپیسا ، تخار ، ارزګان، جوزجان، لغمان، پنجشیر، کندز، بغلان، هرات، سمنګان ، لوګر ، بلخ ، ننګرهار ، هلمند ، بدخشان، پروان، بادغیس، نیمروز، دایکندي، پکتیکا ، کونړ ، غور ، زابل ، بامیان ، فاریاب او میدان وردک) کې له ښوونځیو سره مرسته شوي دي.

• ۵۳۶ زره او ۸۵۰ ټوکه کتابونه (۴۳ سلنه) د ۱۷ موسسو (د آسیا پرمختیایی ټولنه، امام هادی، برک، د ښځو ژوند د بدلونُ، د آغا خان بنسټ، لیان امیري ټولنې بنسټ، رجا، د سویډن کمیټې، د بهیر طباعتی شرکت، (ACR، NRC، COAR ،CRS ،SCI،ACTED ،UNICEF) له لوري مرسته شوي.

• ۳۳۷ زره او ۴۳۲ ټوکه کتابونه (30سلنه) د پوهنې وزارت د کارکوونکو له لوري؛ • 257 زره او 253 ټوکه کتابونه (21سلنه) د خلکو له لوري؛
• ۷۹ زره او ۱۲۰ ټوکه کتابونه (۶ سلنه) د مدني تولنې د فعالانو له لوري؛
• ۵ زره او ۲۳۳ ټوکه کتابونه (۴۲. ۰) د دولتي ادارو د کارکوونکو لوري؛
• او ۴۰۳۴ توګه د ملي سوداګرو له لوري ټول شوي او زده کونکو ته وېشل شوي دی.

ډیرې مرستې په (کابل ، کندهار ، فراه ، خوست ، کاپیسا ، تخار ، ارزګان ، جوزجان ، لغمان ، پنجشیر ، کندز ، بغلان ، هرات ، سمنګان ، لوګر ، بلخ او ننګرهار) ولایتونو کې شوي دي.

پوهنې وزارت د ټولو حقیقي او حقوقي اشخاصو له مرستې څخه مننه کوي او له نورو بنسټونو ، اتباعو او ملي سوداګرو څخه غوښتنه کوي چې د پوهني په ملاتړ کې برخه واخلي.

د پوهنې وزارت هڅه کوي چې په هیواد کې د زده کړو په مخکې پرتې ستونزې په ملي او نړيواله کچه د مرستو په جذبولو سره حل کړي.

په ورته وخت کې ، د روان لمریز کال په اوږدو کې د لومړنيو ټولګیو 12.2 مېلیونه ټوکه درسي کتابونه زده کوونکو ته ووېشل شول او د مینځنۍ او لېسې دورې په کچه د 37 ملیونه درسي کتابونو د تدارکاتو پروسه روانه ده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۱:۴۹
Background image

په جوزجان کې دوه درسي ټولګي ورغول شول

د جوزجان ولایت مرکز شبرغان ښار په حسن‌آباد لېسه کې دوه درسي ټولګي د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ د ۴۵۰ زره افغانیو په لګښت جوړ او د دغه ولایت د پوهنې مسوولینو په حضور کې ګټې اخیستنې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۱:۴۶
Background image

په غزني کې د یو ښوونځي نوې ودانۍ جوړه شوه

د غزني ولایت قره‌باغ ولسوالۍ اړوند طاق‌چین منځني ښوونځي نوې ودانۍ، چې د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ د ۶.۲ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې، د یوې غونډې په ترڅ کې پرانیستل شوه.
د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۰:۴۱
Background image

د کابل ښار په یوه لېسه کې د عملي زده‌کړې ټولګی جوړ شو

د زده‌کوونکو د علمي کچې لوړولو، د تدریس د کیفیت ښه‌والي او د عملي زده‌کړو پیاوړتیا په موخه، د پوهنې وزارت د ساینس مرکز ریاست له لوري د کابل ښار په حبیبیه عالي لېسه کې د ساینس عملي زده. . .

BACK TO NEWS