د لوګر په خوښۍ ولسوالۍ کې یوه ښوونځي ته ځمکه وقف شوه

media-moe
یکشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۱۸ - ۱۱:۲۹
د لوګر په خوښۍ ولسوالۍ کې یوه ښوونځي ته ځمکه وقف شوه

د پوهنې وزارت_لوګر: د لوګر د خوښۍ ولسوالۍ یوه قومي مخور د نجونو او هلکانو د یوه ښوونځي د جوړولو لپاره یو جریب ځمکه وقف کړه.
یاد قومي مشر سلطان محمد نومیږي، چې خپله ځمکه یې د حضرت بلال (رض) د نجونو او هلکانو لومړني ښوونځي ته وقف کړې ده.
یاد ښوونځی به د پوهنې وزارت په لارښوونه د راتلونکي ۱۳۹۹ ښوونیز کال په لومړیو کې نوی تاسیس او په فعالیت پیل وکړي.
د نوموړي ښوونځي د فعالیت په پیلېدو سره به د ۲۰۰ نجونو په ګډون ۵۰۰ ماشومانو ته د زده کړو زمینه برابره شي.
د لوګر د پوهنې سرپرست رئیس نثار احمد سیدي د نوموړي قومي مشر دا کار وستایه او ویې ویل، چې په دې کار کې د دنیا او آخرت ګټې شته.
هغه زیاته کړه، چې پر یادې ځمکې به په راتلونکي کال کې د ولسي تړون یا اقراء پروګرام له لارې ودانۍ جوړه شي.
د یادونې وړده، چې د روان کال له پیله تر اوسه د لوګر ۱۳ نورو قومي مشرانو هم ۱۳ ښوونځیو ته نږدې ۳۰ جریبه ځمکې وقف کړي دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۴۵
Background image

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې محترم معین د کابل ښار له عبدالهادي داوي لېسې څخه لیدنه وکړه

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین محترم شیخ عبدالمالک حقاني د تخنیکي ټیم په ملتیا د کابل ښار نهمې ښوونیزې ناحیې اړوند له عبدالهادي داوي عالي لېسې څخه څارنه وکړه.
په یاده لیدنه کې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۳۲
Background image

د غزني ولایت په مقر ولسوالۍ کې د یوې نوې مدرسې د ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

د غزني ولایت مقر ولسوالۍ اړوند د «نجم المدارس دیني مدرسې» د نوې ودانۍ بنسټ ډبره د یوې غونډې په ترڅ کې کېښودل شوه.
یاده ودانۍ چې د نږدې یو میلیون افغانیو په لګښت د سیمې د خلکو او د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۲۶
Background image

په زابل ولایت کې د یوه ښوونځي لپاره نوې ودانۍ جوړېږي

د زابل ولایت خاک افغان ولسوالۍ اړوند د «علي‌داد» لومړني ښوونځي د نوې ودانۍ بنسټ ډبره، د یاد ولایت پوهنې مسوولینو له لوري په وقف شوې ۲ جرېبه ځمکه کې کېښودل شوه.
یاده ودانۍ د سیمې د خلکو. . .

BACK TO NEWS