ننګرهار کې د غوچکو ښوونځي نوې ودانۍ پرانېستل شوه

media-moe
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۱۲/۲۰ - ۱۲:۵۴
ننګرهار کې د غوچکو ښوونځي نوې ودانۍ پرانېستل شوه

د پوهنې وزارت_ننګرهار: د ننګر هار ولایت دسره رود ولسوالی د پوهنې امریت اړوند غوچکو لېسې نوې ودانۍ ګټې اخېستنې ته وسپارل شوه.
په هغه غونډه کې چې په همدې موخه په یاده لېسه کې جوړه شوي وه د ننکرهار والي شاه محمود میاخیل په خپلو خبرو کې دسیمې خلکو او معارف کورنۍ ته دمبارکۍ ویلو تر څنګ وویل سږکال به په ننګرهار کې دوه سوه شل بابه ښوونځیو ته نوې ودانۍ جوړې شي او ډاډ یې ورکړ، چې په دې ولایت کې به د پوهنې د ودې او پیاوړتیا لپاره جدي هلې ځلې وکړي.
د پوهنې ریس حسیب الله شینواري په خپلو خبرو کې د ښارجوړونې ریاست نه مننه وکړه چې د غوچکو لېسې ودانۍ چارې يې بشپړ کړې، دپوهنې ریس د سیمې له ځوانانو او زده کوونکو وغوښتل چې د ښوونځي د کتابتون په جوړولو او کتابونو پیدا کولو کې همکاري وکړي.
پوهنې ریس وویل سږکال به د غوچکو لېسې په ګډون په درې سوه ښوونځیو کې کمپیوټر خونې فعاله او زده کوونکي به يې له پرمختللې ټکنالوژۍ نه برخمن شي.
پوهنې ریس د سیمې له خلکو هم غوښتنه وکړه چې ددې ودانۍ په ساتلو کې همکاري وکړي.
د غوچکو لېسې نوې ودانۍ په پاخه او اساسي ډول په درې پوړونو کې د ۳۰ میلیونو افغانیو په لګښت د ښار جوړونې وزارت له لورې جوړه شوه، چې دیرش خونې، د اوبو څښلو څاه، زده کوونکو لپاره مېز او څوکۍ اونورې اړوندې ښوونیزې اسانتیاوې لري. چې دخوا او شاه درې زره نجونو او هلکانو زده کوونکو دسرپناه ستونزه به هواره شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۵
Background image

د قرارداد د پرېکړې د پوهنې وزارت خبرتیا

د پوهنې وزارت په پام کې لري، چې د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د خدماتو ریاست د اړتیا وړ مېزونو او څوکیو د تولید په موخه د ۵۷ قلمه خامو موادو برابرولو او پېرلو قرارداد، د ۱۴ میلیونه، ۳۳۸ زره او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۵۹
Background image

په پنجشېر کې ښوونکو ته درسي مرستندویه توکي ووېشل شول

د یو همکار بنسټ له لوري په پنجشېر ولایت کې ښوونکو ته د ۶۷۱ زره او ۲۷۵ افغانیو په ارزښت د درسي مرستندویه توکو ۱۰۰ کڅوړې ورکړل شوې.
د یادې مرستې موخه د ښوونې او روزنې د بهیر ملاتړ او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۵۷
Background image

په لوګر کې ۲۰۰ یتیمو او اړمنو زده‌کوونکو ته درسي توکي ووېشل شول

د لوګر ولایت مرکز اړوند د حصارک لېسې ۲۰۰ تنو یتیمو او اړمنو زده‌کوونکو ته د یوه خیریه بنسټ له لوري درسي توکي ووېشل شول.
د یادې مرستې موخه د اړمنو او یتیمو زده‌کوونکو ملاتړ او زده‌کړو ته. . .

BACK TO NEWS