د ٥٠٠ زرو ډالرو په ارزښت د سعودي عربستان مرستې پوهنې وزارت ته وسپارل شوې

media-moe
چهارشنبه ۱۳۹۹/۳/۱۴ - ۲۱:۵۳
کمک‌های عربستان سعودی در بخش تعلیم و تربیه به ارزش ۵۰۰ هزار دالر آمریکایی به کابل رسید

پوهنې وزارت:د ٥٠٠ زرو ډالرو په ارزښت د سعودي عربستان مرستې په کابل کې د نوموړي هیواد سفیر ښاغلي جاسم محمد الخالدي لخوا د پوهنې وزیر ښاغلي داکتر محمد میرویس بلخی ته د یو لړ مراسمو په ترڅ کې وسپارل شوې د پوهنې وزیر د سعودي عربستان له مرستو چې د عربي زده کړې ٩٩ زره ټوکه کتابونه،د دفتر تجهیزات او ٨ عراده موتر شامل دي مننه او کور ودانی وکړ ورورسته ښاغلي جاسم محمد الخالدی د ښوونې او روزنې په برخه کې د خپل هیواد د مرستو په دوام ټینګار وکړ زیاته يې کړه: هیواد به یې افغانستان سره د معیاری ښوونې او روزنې په برخه کې خپلې مرستې جاري وساتي د یادولو وړ ده چې نوموړی کتابونه به په لومړي قدم کې په ننګرهار،هرات او نږدی ولایتونو کی توزیع شي او د امکان تر حده به هڅه وشي چې نوموړي کتابونه به د اسلامي زده کړو مرکزونو ته هم ورسول شوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۵:۵۵
Background image

د سړو سیمو او ولایتونو د څلورنیم میاشتنیو ازموینو د پیل او د ۱۴۰۵ ښوونیز کال د اوړي رخصتیو په اړه د پوهنې وزارت خبرتیا

د پوهنې وزارت د لایحې له مخې، د هېواد د سړو سیمو او ولایتونو په ښوونځيو کې د څلورنیم میاشتنیو ازموینو بهیر په لاندې ډول پیلېږي:
* له لومړي څخه تر درېیم ټولګي پورې د ابتدایه دورې د زده. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۵:۴۹
Background image

د سړو او ګرمو سیمو د دیني مدارسو د ۱۴۴۸ هـ.ق کال څلورنیم میاشتنیو ازموینو د پیل په اړه د پوهنې وزارت خبرتیا

د پوهنې وزارت د اسلامي زده‌کړو معینیت خبر ورکوي:
د کابل ښار پوهنې ریاست په ګډون، د ملک ټولو ولایتي پوهنې ریاستونو ته خبر ورکول کېږي چې د دیني مدارسو، دارالعلومونو، دارالحفاظونو او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۵:۳۱
Background image

له بېرته راستنو شويو کډوالو ماشومانو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

د کابل ښار پوهنې ریاست، د بېرته راستنو شويو ۳۳۰ تنو کډوالو ماشومانو د تعلیمي سویې د تثبیت په موخه ازموینه واخیسته.
د کابل ښار پوهنې رئیس مولوي حسیب‌الله صاحبزاده، په خپلو خبرو کې له زده. . .

BACK TO NEWS