په لوګر کې د ۱۱۹ پوهنیزو پروژو کارونه په بشپړېدو دي

media-moe
یکشنبه ۱۳۹۹/۵/۲۶ - ۱۹:۳۵
په لوګر کې د ۱۱۹ پوهنیزو پروژو کارونه په بشپړېدو دي

د پوهنې وزارت، لوګر: په لوګر ولایت کې د ۱۱۹ ښوونیزو پروژو کارونه په بشپړېدو دي، چې ډېر ژر به یې د پرانیستل کېدو لړۍ هم رسمآ پیل شي.

د یادو پروژو کارونه له تېر یوه کال پدېخوا پیل شوي، چې له ۵۵ سلنو نیولې تر ۱۰۰ سلنو پورې کارونه یې سرته رسېدلي دي.

په دغو پروژو کې ۷۶ ښوونځیو ته د نوېو ودانیو جوړول او ۴۳ نورو ښوونځیو ته د څاه ګانو ګېندل د لمریز واټر پمپ سیستم په درلودلو او د عصري تشنابونو جوړول شامل دي.

دا پروژې د حکومت د ملي بودجې، پوهنې وزارت، مرسته کوونکو هېوادونو، نړیوال بانک او د اقراء پروګرام له لارې تر کار لاندې دي.

د نوموړو ښوونځیو او ملحقاتو په ګټې اخیستو سره به د ۳۰ زره نجونو په ګډون شاوخوا ۹۰ زره زده کوونکو ته د زده کړو لازم ښوونیز چاپیریال برابر شي.

د لوګر د پوهنې سرپرست رئیس نثار احمد سیدي وایي، چې د دغو پروژو د پرانیستو لړۍ به ډېر ژر پیل کړي، چې د روان کال تر پایه به ټولې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

هغه زیاته کړه، چې د دغه ولایت د پوهنې بهیر د پرمختګ او پیاوړتیا لپاره کلکه اراده لري، چې ډېر ژر به د ۱۴ نورو ښوونځیو د بیارغاونې چارې هم پیل کړي.

هغه وویل، چې زده کوونکو او ښوونکو ته د ښوونیزو اسانتیاوو او مناسب چاپیریال برابرول د ده په کاري لومړیتوبونو کې ځای لري.

هاخوا د لوګر اوسیدونکي وایي، چې په دغه ولایت کې د پوهنې بهیر د ودې او پرمختګ لپاره د پام وړ کارونه ترسره شوي دي، چې پوهنې ریاست د پوهنې د پراختیا او پرمختیا لپاره نه ستړې کیدونکې هلې ځلې کړي دي.

د یادونې وړده، چې په لوګر کې دا مهال د نجونو او هلکانو ۲۷۳ ښوونځي شتون لري، چې د نوموړو ودانیو او ملحقاتو په ګټې اخیستو سره به د ودانۍ نه لرونکو ښوونځیو شمېر ۱۶ ته را ټېټ شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۴۵
Background image

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې محترم معین د کابل ښار له عبدالهادي داوي لېسې څخه لیدنه وکړه

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین محترم شیخ عبدالمالک حقاني د تخنیکي ټیم په ملتیا د کابل ښار نهمې ښوونیزې ناحیې اړوند له عبدالهادي داوي عالي لېسې څخه څارنه وکړه.
په یاده لیدنه کې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۳۲
Background image

د غزني ولایت په مقر ولسوالۍ کې د یوې نوې مدرسې د ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

د غزني ولایت مقر ولسوالۍ اړوند د «نجم المدارس دیني مدرسې» د نوې ودانۍ بنسټ ډبره د یوې غونډې په ترڅ کې کېښودل شوه.
یاده ودانۍ چې د نږدې یو میلیون افغانیو په لګښت د سیمې د خلکو او د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۲۶
Background image

په زابل ولایت کې د یوه ښوونځي لپاره نوې ودانۍ جوړېږي

د زابل ولایت خاک افغان ولسوالۍ اړوند د «علي‌داد» لومړني ښوونځي د نوې ودانۍ بنسټ ډبره، د یاد ولایت پوهنې مسوولینو له لوري په وقف شوې ۲ جرېبه ځمکه کې کېښودل شوه.
یاده ودانۍ د سیمې د خلکو. . .

BACK TO NEWS