په ننګرهار کې د زده کوونکو تر منځ د پولیو ناروغۍ سره د مبارزې عامه پوهاوي په موخه ذهني سیالي تر سره شوه.

media-moe
شنبه ۱۳۹۹/۸/۳ - ۱۲:۹
په ننګرهار کې د زده کوونکو تر منځ د پولیو ناروغۍ سره د مبارزې عامه پوهاوي په موخه ذهني سیالي تر سره شوه.

د پوهنې وزارت_ننګرهار: د ننګرهار ولایت د پوهنې او اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو په ګده همکارۍ د پولیو ناروغۍ سره د مبارزې او واکسینو ترسره کولو په موخه د بېلابېلو ښوونځیو زده کوونکو ترمنځ ذهني سیالۍ ترسره شوي.

د ننګرهار پوهنې ریس حسیب الله شینواري د یادې سیالۍ په پیل کې وویل: پولیو یوه بدمرغه ناروغۍ ده او دا د هر ماشوم پر خپل مور او پلار حق دی چې پولیو واکسین ورته وکړي، پوهنې ریس وویل د دغه ولايت ښوونځيو کې سلګونه ښوونکي او زده کوونکي په رضاکاره توګه د پوليو ناروغۍ په اړه عامه پوهاوی کوي، او دا ټول قهرمانان دي.

همدارنګه ننګرهار کې د واکسینو پروسې مشر ډاکټر جان محمد وايي چې د دې سیالۍ له لارې غواړي چې خلکو ته عامه پوهاوی وکړي او په دغه برخه کې د شته خطرونو په اړه ولس پوه شي.

هغه زياته کړه: زموږ هدف دا دی چې خلکو ته پېغام ورکړو چې د پولیو واکسینو په هر کمپاین کې باید کورنۍ خپل ماشومان واکسینو ته راوباسي تر څو کور په کور ټولو ماشومانو ته واکسین ورسېږي.

د یاده ولو وړ ده، چې د پولیو پر وړاندې د مبارزې نړیواله ورځ هر کال د اکتوبر په ۲۴مه نېټه نمانځل کېږي تر څو د پولیو د خطرونو او ماشومانو د ژوند بچ کېدو پر مسلو خبرې وشي او د حل لارې یې ولټول شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۵
Background image

د قرارداد د پرېکړې د پوهنې وزارت خبرتیا

د پوهنې وزارت په پام کې لري، چې د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د خدماتو ریاست د اړتیا وړ مېزونو او څوکیو د تولید په موخه د ۵۷ قلمه خامو موادو برابرولو او پېرلو قرارداد، د ۱۴ میلیونه، ۳۳۸ زره او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۵۹
Background image

په پنجشېر کې ښوونکو ته درسي مرستندویه توکي ووېشل شول

د یو همکار بنسټ له لوري په پنجشېر ولایت کې ښوونکو ته د ۶۷۱ زره او ۲۷۵ افغانیو په ارزښت د درسي مرستندویه توکو ۱۰۰ کڅوړې ورکړل شوې.
د یادې مرستې موخه د ښوونې او روزنې د بهیر ملاتړ او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۵۷
Background image

په لوګر کې ۲۰۰ یتیمو او اړمنو زده‌کوونکو ته درسي توکي ووېشل شول

د لوګر ولایت مرکز اړوند د حصارک لېسې ۲۰۰ تنو یتیمو او اړمنو زده‌کوونکو ته د یوه خیریه بنسټ له لوري درسي توکي ووېشل شول.
د یادې مرستې موخه د اړمنو او یتیمو زده‌کوونکو ملاتړ او زده‌کړو ته. . .

BACK TO NEWS