د لوگر د پوهنې ریاست ودانۍ بیا ورغول شوې

media-moe
دوشنبه ۱۳۹۹/۸/۱۹ - ۱۴:۵۷
د لوگر د پوهنې ریاست ودانۍ بیا ورغول شوې

د پوهنې وزارت، لوګر: د لوګر د پوهنې ریاست د شته درېیو بیلا – بیلو ودانیو د بېرته رغولو کارونه بشپړ او د کارکوونکو د استفادې وړ وګرځیدې.

یادې ودانۍ د پوهنې وزارت د پراختیایي بودجې له لارې د شاوخوا ۲،۹ میلیونه افغانیو په لګښت بیا رغول شوې دي.

د نوموړو درېیو واړو ودانیو د ننه او د باندې برخو ته نوی رنګ ورکړل شوی او هم ویجاړې شوې برخې یې بیا رغېدلي دي.

د لوګر د پوهنې سرپرست رئیس نثار احمد سیدي د نوموړو ودانیو په بیا رغونې خوښي څرګندوي او زیاتوي، چې د دغو ودانیو په بېرته رغولو سره د دې ریاست د کارکوونکو هغه ستونزې، چې د ودانیو د خرابوالي په برخه کې یې لرلې حل شوې.

د یادونې وړده، چې د لوګر د پوهنې په ریاست کې دا مهال ۱۹۶ کارکوونکي پر دندو بوخت دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۵
Background image

د قرارداد د پرېکړې د پوهنې وزارت خبرتیا

د پوهنې وزارت په پام کې لري، چې د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د خدماتو ریاست د اړتیا وړ مېزونو او څوکیو د تولید په موخه د ۵۷ قلمه خامو موادو برابرولو او پېرلو قرارداد، د ۱۴ میلیونه، ۳۳۸ زره او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۵۹
Background image

په پنجشېر کې ښوونکو ته درسي مرستندویه توکي ووېشل شول

د یو همکار بنسټ له لوري په پنجشېر ولایت کې ښوونکو ته د ۶۷۱ زره او ۲۷۵ افغانیو په ارزښت د درسي مرستندویه توکو ۱۰۰ کڅوړې ورکړل شوې.
د یادې مرستې موخه د ښوونې او روزنې د بهیر ملاتړ او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۵۷
Background image

په لوګر کې ۲۰۰ یتیمو او اړمنو زده‌کوونکو ته درسي توکي ووېشل شول

د لوګر ولایت مرکز اړوند د حصارک لېسې ۲۰۰ تنو یتیمو او اړمنو زده‌کوونکو ته د یوه خیریه بنسټ له لوري درسي توکي ووېشل شول.
د یادې مرستې موخه د اړمنو او یتیمو زده‌کوونکو ملاتړ او زده‌کړو ته. . .

BACK TO NEWS