د هرات په ښوونځیو کې د اوبو او روغتیا ساتنې اوه پروژې پرانیستل شوې

media-moe
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۸/۲۷ - ۲۳:۱۰
د هرات په ښوونځیو کې د اوبو او روغتیا ساتنې اوه پروژې پرانیستل شوې

د پوهنې وزارت، هرات: د پوهنې وزارت د بدني روزنې او روغتیا ریاست سر پرست محمد اکبر عمر خیل، د اوبو د حفظ الصحې او پاکوالي پروګرام ستر سلاکار ډاکټر سید حمیدالله، د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنې د نړیوال فدراسیون رییس ښاغلي پیر او د هرات د پوهنې رییس ذکریا رحیمي په شتون کې دهرات ولایت اړوند د شهید میرویس تجربوي ښوونځۍ، د هاشمي ښوونځۍ، د عقاب کبابیان ښوونځۍ، د گرداب ښوونځۍ، د انجیل ولسوالی د قلعه حبیب لومړنی ښوونځۍ او د بي بي خورشید منځنې ښوونځیو کې د اوبو او روغتیا ساتنې اوه پروژې پرانیستل شوي.

د هرات د پوهنې رییس زکریا رحیمي په ښوونځیو کې د حفظ الصحي او چاپیریال ساتلو ټینګار وکړ او د سرې میاشتې له ټولنې او سره صليب څخه یې په دې برخه کې د همکارۍ له امله مننه وکړه.

د هرات د پوهنې ریاست لپاره د روغتیا سالاکارې روهېنا غفوري په وینا، پدې پروژو کې د تشنابونو د سیپټیک څاه ګانې او د لاس پریولو یو معیاري سیسټم شامل دی چې د فینلنډ هیواد د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنې نړیوال فدراسیون په مالي مرسته او د هرات د پوهنې ریاست په همکارۍ پلي شوی دی.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۴:۵۳
Background image

په کندوز کې یو ښوونځي ته دوه جریبه ځمکه ډالۍ شوه

د کندوز ولایت د خان‌آباد ولسوالۍ معارف دوستو اوسېدونکو، د حاجي دراني لومړني ښوونځي ته دوه جریبه ځمکه ډالۍ کړې، چې ارزښت یې شاوخوا یو میلیون او ۲۰۰ زره افغانۍ اټکل شوی دی.
د ياد ولایت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۶
Background image

په بدخشان کې د یوې مدرسې نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د بدخشان ولایت خواهان ولسوالۍ اړوند په سنګاب کلي کې د دارالقرآن والسنة مدرسې نوې ودانۍ د پوهنې مسوولینو او قومي مشرانو په حضور کې افتتاح او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
یاده ودانۍ د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۵
Background image

په پنجشېر کې زده‌کوونکو ته د ماینونو او ناچاوده توکو د خطرونو په اړه د پوهاوي برنامه جوړه شوه

د پنجشېر ولایت رخه ولسوالۍ اړوند مرکزي لېسې ۱۵۰ تنو زده‌کوونکو ته د ماینونو او ناچاوده توکو د خطرونو په اړه د پوهاوي پروګرام جوړ شو.
په دغه پروګرام کې زده‌کوونکو ته د ماینونو او ناچاوده. . .

BACK TO NEWS