د لوګر ۱۰۰ ښوونځي په اړینو لابراتواري توکو سمبالېږي

media-moe
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۹/۲۵ - ۱۱:۴۱
د لوګر ۱۰۰ ښوونځي په اړینو لابراتواري توکو سمبالېږي

د پوهنې وزارت، لوګر: د لوګر د مرکز او ولسوالیو د نجونو او هلکانو پر ۱۰۰ ښوونځيو د ۲۷۰۰ قلمه اړینو لابراتواري توکو د وېش بهیر پیل شو.

یاد توکي د پوهنې ریاست د ساینس او ښوونیزې ټکنالوژۍ مرکز له خوا برابر شوي، چې شاوخوا یو میلیون افغانۍ ارزښت لري.

لوګر کې دا مهال د نجونو او هلکانو ۲۷۳ ښوونځي شته، چې ۱۴۰ ښوونځي لابراتوارونه او ۱۳۳ نور ښوونځي لابراتوارونه نه لري.

په یادو توکو کې د زده کوونکو د عملي زده کړو لپاره د ساینسي او ریاضي مضمونونو لابراتواري توکي، د لمریزې برېښنا سولر او بېټرۍ شامل دي

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۵
Background image

د قرارداد د پرېکړې د پوهنې وزارت خبرتیا

د پوهنې وزارت په پام کې لري، چې د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د خدماتو ریاست د اړتیا وړ مېزونو او څوکیو د تولید په موخه د ۵۷ قلمه خامو موادو برابرولو او پېرلو قرارداد، د ۱۴ میلیونه، ۳۳۸ زره او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۵۹
Background image

په پنجشېر کې ښوونکو ته درسي مرستندویه توکي ووېشل شول

د یو همکار بنسټ له لوري په پنجشېر ولایت کې ښوونکو ته د ۶۷۱ زره او ۲۷۵ افغانیو په ارزښت د درسي مرستندویه توکو ۱۰۰ کڅوړې ورکړل شوې.
د یادې مرستې موخه د ښوونې او روزنې د بهیر ملاتړ او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۵۷
Background image

په لوګر کې ۲۰۰ یتیمو او اړمنو زده‌کوونکو ته درسي توکي ووېشل شول

د لوګر ولایت مرکز اړوند د حصارک لېسې ۲۰۰ تنو یتیمو او اړمنو زده‌کوونکو ته د یوه خیریه بنسټ له لوري درسي توکي ووېشل شول.
د یادې مرستې موخه د اړمنو او یتیمو زده‌کوونکو ملاتړ او زده‌کړو ته. . .

BACK TO NEWS