په ننګرهارکې د دریو ښوونځیو د احاطې دیوالونه تر جوړیدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

media-moe
شنبه ۱۳۹۹/۱۱/۱۸ - ۱۲:۴۹
په ننګرهارکې د دریو ښوونځیو د احاطې دیوالونه تر جوړیدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د پوهنې وزارت، ننګرهار: دننګرهار ولایت د سره رود ولسوالۍ د بالاباغ دنجونو ښوونځي، دسیدان فولادي ښوونځي او د مرکزي شمشپور ښوونځیو داحاطې دیوالونه او تشنابونه تر جوړیدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.

د یادو ښوونځیو د احاطې دیوالونو او تشنابونو د کلیو پراختیا او بیا رغاونې ریاست د اقرا برنامې له لارې د ۳ میلیونو او ۲۹۰ زره افغانیو په لګښت جوړ شویدې، چې د احاطې ددې دیوالونو او تشنابونو په جوړیدوسره دیادو ښوونځیو زده کوونکو ته خوندي درسي چاپیریال برابر شو.

دننګرهار د پوهنې رییس حسیب الله شینواري دیادو سیمو له ولسي شوراګانو نه مننه وکړه چې په سمه توګه یې ددغو چارو څارنه کړې ده . هغه په ښوونیز بهیر کې ولسي ونډه مهمه وبلله او دیادو سیمو له مشرانو نه یی هیله وکړه چې په دې برخه کې خپله همکاري ونه سپموي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۵
Background image

د قرارداد د پرېکړې د پوهنې وزارت خبرتیا

د پوهنې وزارت په پام کې لري، چې د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د خدماتو ریاست د اړتیا وړ مېزونو او څوکیو د تولید په موخه د ۵۷ قلمه خامو موادو برابرولو او پېرلو قرارداد، د ۱۴ میلیونه، ۳۳۸ زره او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۵۹
Background image

په پنجشېر کې ښوونکو ته درسي مرستندویه توکي ووېشل شول

د یو همکار بنسټ له لوري په پنجشېر ولایت کې ښوونکو ته د ۶۷۱ زره او ۲۷۵ افغانیو په ارزښت د درسي مرستندویه توکو ۱۰۰ کڅوړې ورکړل شوې.
د یادې مرستې موخه د ښوونې او روزنې د بهیر ملاتړ او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۵۷
Background image

په لوګر کې ۲۰۰ یتیمو او اړمنو زده‌کوونکو ته درسي توکي ووېشل شول

د لوګر ولایت مرکز اړوند د حصارک لېسې ۲۰۰ تنو یتیمو او اړمنو زده‌کوونکو ته د یوه خیریه بنسټ له لوري درسي توکي ووېشل شول.
د یادې مرستې موخه د اړمنو او یتیمو زده‌کوونکو ملاتړ او زده‌کړو ته. . .

BACK TO NEWS