د هرات ولایت د چهاردره په عالي لېسه کې د کمپیوټر ټولګی پرانیستل شو

media-moe
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲۱ - ۱۳:۴۷
گشایش صنف کمپیوتر در لیسه چهاردره ولایت هرات

د پوهنې وزارت، هرات: د هرات ولایت د زنده جان ولسوالۍ په چهار دره عالي لېسه کې د کمپیوټر روزنې خونه پرانیستل شوه.

د علوي خیریه مؤسسې لخوا په دې وروستیو کې، د چهاردري ښوونځې د اداري سره د کمپیوټر ټولګي په سمبالو کې د لسو پایو کمپیوترونو، چوکیو، میزونو او نورو اړینو توکو مرسته وکړه.

د علوي خیریه بنسټ مشر، سید شکیب زیرک په وینا، د کمپیوټر ټولګي پر سمبالولو سربیره، د درسي ټولګیو لپاره چوکۍ او میزونه او همدارنګه د فوټبال او واليبال ټیم غړو لپاره د سپورت جامې هم چمتو کړې دي.

د پوهنې ریاست مشرتابه د یاد بنسټ له مرستې او پرلپسې ملاتړ څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه چې دغه بنسټ د هرات ولایت د پوهنې ریاست د دایمي همکارانو څخه دې چې په تیرو کلونو کې یې هم له ښوونځیو سره همکاري کړي .

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۵
Background image

د قرارداد د پرېکړې د پوهنې وزارت خبرتیا

د پوهنې وزارت په پام کې لري، چې د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د خدماتو ریاست د اړتیا وړ مېزونو او څوکیو د تولید په موخه د ۵۷ قلمه خامو موادو برابرولو او پېرلو قرارداد، د ۱۴ میلیونه، ۳۳۸ زره او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۵۹
Background image

په پنجشېر کې ښوونکو ته درسي مرستندویه توکي ووېشل شول

د یو همکار بنسټ له لوري په پنجشېر ولایت کې ښوونکو ته د ۶۷۱ زره او ۲۷۵ افغانیو په ارزښت د درسي مرستندویه توکو ۱۰۰ کڅوړې ورکړل شوې.
د یادې مرستې موخه د ښوونې او روزنې د بهیر ملاتړ او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۵۷
Background image

په لوګر کې ۲۰۰ یتیمو او اړمنو زده‌کوونکو ته درسي توکي ووېشل شول

د لوګر ولایت مرکز اړوند د حصارک لېسې ۲۰۰ تنو یتیمو او اړمنو زده‌کوونکو ته د یوه خیریه بنسټ له لوري درسي توکي ووېشل شول.
د یادې مرستې موخه د اړمنو او یتیمو زده‌کوونکو ملاتړ او زده‌کړو ته. . .

BACK TO NEWS