د ملي امنيتي او دفاعي ځواکونو ملي ورځ د هلمند ولایت د پوهنې ریاست له لوري ولمانځل شوه
د پوهنې وزارت، هلمند: د هلمند ولایت د پوهنې ریاست له لوري د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو ملي ورځ د یو لړ شانداره مراسمو په ترځ کې ولمانځل شوه.
په یاده غونډه کې چې په همدې موخه جوړه شوي وه، د هلمند والي جنرال عبدالنبي الهام، امنیه قومندان جنرال ولي جان سرحدي، د ملي امنیت رئیس ډګروال عبدالصمد مندوزی، د پوهنې رئیس محمد داؤد شاه صفاري، د ملکي او نظامي ادارو ګڼو مسؤلینو او کارکوونکو برخه اخستې وه.
د غونډې په پیل کې د هلمند ولایت والي جنرال عبدالنبی الهام د دې ورځې مبارکي د هېواد ټولو ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه ته وړاندې کړه او زیاته یې کړه افغان سرتیری هغه څوک دي چې، د وطن د دفاع لپاره یې خپله سینه سپر ګرځولې او خپل سرونه یی د قربانولو لپاره په لاس کي نيولي.
همدارنګه د پوهنې رییس محمد داود شاه صفاری او دغونډې نورو ګډونوالو په خپل وار سره د سرتیري ورځ د مبارکې تر ځنګ وویل: دا چې زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه د نظام دبقا، اساسي قانون او دتیرو څو کلونو لاسته را وړنې تضمین کوي د افغانستان خلک ستاسو د مبارزو او قربانیو ملاتړ اوستاینه کوي.
د غونډې په پای کې یو شمیر سرتېري د ولایت د مقام پوهنې ریاست د مشرتابه له لوري د مننلیکونو په ورکړې سره و هڅول شول.
