په کونړ کې د سړو سیمو د ښوونځیو کلنۍ آزموینې پیل شوې

media-moe
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۱ - ۱۵:۲۸
آغاز امتحانات سالانه مکاتب مناطق سرد سیر ولایت کنر

د پوهنې وزارت، کونړ: د کونړ ولایت د سړو سیمو د ۱۳۹۹ تعلیمي کال د زده کوونکو کلنۍ آرموینې پیل شوې.

د کونړ ولایت د پوهنې رییس مجیب الرحمن همدرد او د یاد ریاست د نظارت غړو، د عمرا خان لېسې د زده کوونکو د آزموینې له بهیر نه لیدنه وکړه .

د پوهنې رییس مجیب الرحمن همدرد د آزموینې د پیل نه خوښي څرګنده کړه او د ښوونځیو ښوونکو ته يې سپارښتنه وکړه چې د هر مضمون نمرې باید له (۱۰۰) نه محاسبه شي .

همدارنګه د پوهنې رییس، زده کوونکو ته وویل: چې په خپلو درسونو کې کوښښ وکړي، تر څو په آزموینې کې ښيې نمرې تر لاسه او خپل د خوښې پوهنځي ته بریالي شي.

په پای کې د ښوونځي مدیر، ښوونېزې څارنې آمر او ښوونکو په خپل وار سره خبرې وکړې او ټولو زده کوونکو ته یې د بریالیتوب دعاوې وکړې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۱۱
Background image

په لوګر ولایت کې د یوې دیني مدرسې د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

د لوګر ولایت د ازرې ولسوالۍ «انوارالعلوم» دیني مدرسې لپاره د نوې ودانۍ جوړولو بنسټ ډبره د سیمې علم‌پروره خلکو په ملاتړ د دوه میلیونه افغانیو لګښت سره کېښودل شوه.
د لوګر پوهنې مسوولینو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۷
Background image

د ولایتونو له پوهنې ریاستونو څو لنډ خبرونه

لوګر
د لوګر ولایت په مرکز کې له عالي کمال‌خېل لېسې سره د سیمې اوسېدونکو له لوري ۹ عدده سپینې تختې مرسته شوې.
د مسوولینو په وینا، د دغو تختو مالي ارزښت شاوخوا ۱۳۵۰۰ افغانۍ اټکل شوی دی.

. . .
دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۴
Background image

داوطلبۍ اعلان

پوهنې وزارت په شرایطو برابر ټولو داوطلبانو ته بلنه کوي، چې د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د یاد وزارت د خدماتو ریاست د مرکزي ودانۍ اړوند مرکز ګرمۍ لپاره د ۱۱ قلمه توکو پېرلو په پروژه کې ګډون. . .

BACK TO NEWS