د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت، د پوهنې وزارت د سرپرستې پیغام
خوشحاله یم چې د ښځو د نړیوالې ورځې د رارسیدو په ویاړ، خپلې نیکې هیلې او د وزارت د مشرتابه له لوري د ښځو د نړیوالې ورځې مبارکي د هیواد ټولو اتلو میرمنو او په ځانګړي ډول، ښوونکو، زده کوونکو او د پوهنې وزارت ټولو ښځینه وو کارکوونکو ته وړاندې کوم.
له هغه ځایه چې د بشري ټولنې نیم اړخ ښځمنې جوړوي، نو د ژوند په ټولو چارو کې د ښځو له فعالې ونډې پرته بشري ټولنې پرمختګ نه شي کولای او هرې ټولنې هله پرمختګ کړی چې ښځو یې تعلیم کړی او د خپلې ټولنې په پرمختګ کې یې هر اړخیزه ونډه اخیستې.
زموږ د سپیڅلي دین، اسلام له نظره ښځه ځانګړی ځای او مقام لري. اسلام دین له پیدایښت څخه د ښځې درانه مقام ته خاص درناوی کړی، او د ښځو پروړاندې د جاهلیت د دورې ټول دودونه یې کږلي او د ښځو د حقونو په تامینولو کې یې ځانګړې پاملرنه کړې ده.
زموږ په ګران هیواد کې، ښځو تل مدام د آزادي غوښتنې په مبارزو، د هیواد د آبادۍ او سوکالۍ په برخه کې هراړخیزه ونډه اخیستې، زموږ د هیواد میندو په خپله لمنه کې، دانشمندان، عارفان مبارزین او ستر اتلان، چې نومونه یې د تاریخ پاڼو کې په زرینو کرښو لیکل شوي، روزلي دي.
د پوهنې وزارت ځان اړ ګڼي څو، د دیني ارزښتونو په نظر کې لرلو سره او د افغانستان د اساسي قانون په رڼا کې د هیواد ټولو وګړو، هلکانو او نجونو ته په برابر
ډول د زده کړو زمینه برابره کړي او د اسلامي ارزښتونو په رڼا کې ښوونیز او روزنیز خدمات وړاندې کړي.
په پای کې یو ځل بیا د هیواد ټولو ښځو ته، د ښځو د نړیوالې ورځې مبارکي وایم او له ټولو میندو او پلرونو غواړم څو د اسلامي ارزښتونو په رڼا کې خپل ماشومان او په ځانګړي ډول نجونې ښوونځي ته ولیږي. له دیني عالمانو، ملا امامانو، د هیواد له سوداګرو او پانګوالو څخه هیله کوم څو د ښوونکو او زده کوونکو په مادي او معنوي ملاتړ کې خپلې هڅې و نه سپموي او د هیواد له پوهنیز سیستم سره هر اړخیزې مرستې وکړي.
په درنښت
رنګینه حمیدي
د پوهنې وزارت سرپرسته