د پنجشیر ولایت په ښوونځیو کې د نیالګیو کینولو کمپاین پیل شو
پوهنې وزارت، پنجشیر: په ښوونځیو کې د سمسور چاپیریال د رامینځته کولو په موخه او د پوهنې وزارت د مشرتابه د لارښوونې په اساس د ( زرغون ښوونځي) تر شعار لاندې د نیالګیو لګولو کمپاین د پنجشیر ولایت مرکز پورې اړوند د بادقول ښوونځي په انګړ کې د یاد ولایت د والي مرستیال ، د پوهنې رئیس ، د چاپیریال ساتنې ادارې رئیس ، یو شمېر دولتي چارواکو ، ښوونکو او زده کوونکو په ګډون سره پیل شو.
د پنجشیر ولایت د پوهنې رئیس مولانا عتیق الله کریمي وویل: په ښوونځیو کې د نیالګیو له لګولو څخه مو موخه د سمسور او سالم تدریسي چاپیریال رامینځته کول دي نوموړي د سیمې له مخورو غوښتنه وکړه چې د خپل هیواد د سموسورتیا او پرمختګ لپاره میوه لرونکي او ښکلاییز نیالګي کینوي.
هېره دې نه وي، چې دا کمپاین د تعلیمي بنسټونو د سمسورتیا په موخه هر کال د هیواد په ګوټ، ګوټ کې ترسره کیږي.
