لغمان ولایت کې د څوارلسم پاسه ښوونکو د آزموینې بهیر پیل شو

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۰/۱/۱۲ - ۱۳:۳۴
لغمان ولایت کې د څوارلسم پاسه ښوونکو د آزموینې بهیر پیل شو

پوهنې وزارت، لغمان : د لغمان ولایت د ښوونځیو له څوارلسم پاسه برحاله ښوونکو څخه لېسانس دوره کې د شمولیت په موخه د کانکورآزموینه واخیستل شوه.

په هغه غونډه کې چې په همدې موخه د لغمان پوهنتون په انګړ کې جوړه شوې وه، د ياد ولایت مرستیال والي ښاغلي استاد پوهنوال خواجه محمد عصامي ، د پوهنې رئیس قاري عبدالله حمیدي او ورسره مل پلاوي حضور درلود.

د آزموینې په پیل کې د لغمان پوهنتون رئیس پوهنمل دوکتور عصمت الله دراني د هر اړخيزو ویناوو سربېره ګدونوالو ته ‌‌‌ډا‌‌ډ ورکړ، چې د پوهنتون اداره او استادان ژمن دي څو د معارف د پرمختګ لپاره نه ستړي کیدونکي هلې ځلې وکړي او ښوونکو ته د ښه تحصیل زمینه برابره کړي.

په یاده آزموینه کې د پوهنې ریاست ۲۹۶۲ برحاله ښوونکي لیسانس دوره کې د شمولیت په موخه معرفي شوي دي چې ياد ښوونکي به د یومنظم پلان له مخې د (شپې او ورځې) پړاونو کې په بېلا بېلو څانګو کې جذب شي.

د یادولو وړ ده، چې ليسانس دورې ته د څوارلسم پاسه ښوونکو د جذب برنامه د هیواد په کچه ټولو پوهنتونونو کې پلي کېږي او په ختیځ زون کې د لغمان پوهنتون لومړنى پوهنتون دی چې د لومړي پړاو آزموینه کې ۱۱۱ تنه په غیرکریډیت سیستم جذبوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۴۵
Background image

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې محترم معین د کابل ښار له عبدالهادي داوي لېسې څخه لیدنه وکړه

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین محترم شیخ عبدالمالک حقاني د تخنیکي ټیم په ملتیا د کابل ښار نهمې ښوونیزې ناحیې اړوند له عبدالهادي داوي عالي لېسې څخه څارنه وکړه.
په یاده لیدنه کې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۳۲
Background image

د غزني ولایت په مقر ولسوالۍ کې د یوې نوې مدرسې د ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

د غزني ولایت مقر ولسوالۍ اړوند د «نجم المدارس دیني مدرسې» د نوې ودانۍ بنسټ ډبره د یوې غونډې په ترڅ کې کېښودل شوه.
یاده ودانۍ چې د نږدې یو میلیون افغانیو په لګښت د سیمې د خلکو او د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۲۶
Background image

په زابل ولایت کې د یوه ښوونځي لپاره نوې ودانۍ جوړېږي

د زابل ولایت خاک افغان ولسوالۍ اړوند د «علي‌داد» لومړني ښوونځي د نوې ودانۍ بنسټ ډبره، د یاد ولایت پوهنې مسوولینو له لوري په وقف شوې ۲ جرېبه ځمکه کې کېښودل شوه.
یاده ودانۍ د سیمې د خلکو. . .

BACK TO NEWS