د زده کوونکو تر مينځ علمي سیالۍ ترسره شوې.

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۰/۱/۲۲ - ۱۴:۵۶
د زده کوونکو تر مينځ علمي سیالۍ ترسره شوې.

د هلمند پوهنې ریاست اړوند د شهید عبدالصمد روحاني او غربي لښکري بازار ښوونځیو د زده کوونکو تر منځ سیالۍ ترسره شوې، چي له هر ښوونځي څخه د لسم، يولسم او دولسم ټولګيو ۳۰ تنو زده کوونکو ګډون کړی وو.

یادې سيالۍ د داود شاه صفاري، د تعليمي نظارت د غړو، ځينو امرينو، ښوونکو او زده کوونکو په ګډون، د ښاري پوهنې امریت په تالار کې ترسره شوې او له زده کوونکو آزموينه واخيستل شوه

چي د شهید عبدالصمد روحاني ښوونځي د لسم ټولګي زده کوونکي نعمت الله د ۷۱ نمرو په ترلاسه کولو سره لومړى مقام وګټه.

د هلمند پوهنې رئیس محمد داؤد صفاري وويل: د بیلابیلو ښوونځیو د زده کوونکو تر مينځ د دا ډول سیاليو لړۍ به دوامداره وي ځکه، چې د زده کوونکو د وړتيا لوړونې سبب کيږي او زده کوونکي زده کړو ته هڅول کيږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۵
Background image

د قرارداد د پرېکړې د پوهنې وزارت خبرتیا

د پوهنې وزارت په پام کې لري، چې د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د خدماتو ریاست د اړتیا وړ مېزونو او څوکیو د تولید په موخه د ۵۷ قلمه خامو موادو برابرولو او پېرلو قرارداد، د ۱۴ میلیونه، ۳۳۸ زره او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۵۹
Background image

په پنجشېر کې ښوونکو ته درسي مرستندویه توکي ووېشل شول

د یو همکار بنسټ له لوري په پنجشېر ولایت کې ښوونکو ته د ۶۷۱ زره او ۲۷۵ افغانیو په ارزښت د درسي مرستندویه توکو ۱۰۰ کڅوړې ورکړل شوې.
د یادې مرستې موخه د ښوونې او روزنې د بهیر ملاتړ او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۵۷
Background image

په لوګر کې ۲۰۰ یتیمو او اړمنو زده‌کوونکو ته درسي توکي ووېشل شول

د لوګر ولایت مرکز اړوند د حصارک لېسې ۲۰۰ تنو یتیمو او اړمنو زده‌کوونکو ته د یوه خیریه بنسټ له لوري درسي توکي ووېشل شول.
د یادې مرستې موخه د اړمنو او یتیمو زده‌کوونکو ملاتړ او زده‌کړو ته. . .

BACK TO NEWS