د لوګر د پوهنې رياست چارواکو د آى، آر، سي موسسې له مسٶلينو سره وکتل
د لوګر ولايت د پوهنې رياست چارواکو د آى، آر ،سي، موسسې د پوهنې برخې له يو شمېر مسٶلينو سره ليدنه وکړه.
په دې ليدنه کې دواړو خواوو، د پوهنې له بهير سره د يادې موسسې پر شوېو مرستو او راتلونکو پلانونو هراړخيزې خبرې وکړې.
په پيل کې د پوهنې رئيس مولوي جنت ګل عزيز له پوهنې سره د دغې موسسې شوې مرستې وستايلې او د مرستو پر دوام او روڼتيا يې ډېر ټينګار وکړ.
وروسته د يادې موسسې د پوهنې برخې مسٶل محمد منير سمسور له پوهنې سره د کړو مرستو او راتلونکو پلانونو په اړه د پوهنې رياست چارواکو ته بشپړ معلومات ور کړل او زياته يې کړه،چې د دوى مرستې به له پوهنې سره دوامداره وي.
هغه له يادې موسسې سره د پوهنې رياست د چارواکو د ښو همکاريو ستاينه هم وکړه اوويې ويل،چې د پوهنې رياست د مسٶلينو د ښو همکاريو په نتېجه کې د دوى د مرستو بهير دوام موندلى دى.
