د  پوهنې  وزارت  د  مرکزي رئیسانو   او نیز  مجلس  دائر  شو

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱۰/۲۸ - ۱۶:۲۵
د  پوهنې  وزارت  د  مرکزي رئیسانو   او نیز  مجلس  دائر  شو

د سه شنبې په ورځ (۱۵/۶/۱۴۳۴هـ ق ) له غرمې وروسته د پوهنې وزارت د غونډو په تالار کې د  یاد وزارت  د ښوونې او روزنې معینیت د معین محترم الحاج مولوي سخاء الله (سعید) صاحب تر مشري لاندې  د یاد وزارت د مرکزي رئیسانو مجلس دائر شو .
په دې مجلس کې چې د یاد وزارت په مرکزي رئیسانو برسیره معینانو هم برخه درلوده، د ښوونځیو هغو شاګردانو ته چې له هیواد څخه بهر ځي  او د هیواد د پرېښودلو لپاره کوم معقول معاذیر نه لري، د سه پارچې (Transcript) د ورکړې او همدارنګه د رسمي امارتي ښوونځیو لپاره د کرایې په بدل کې د نیول شویو ودانیو د متباقي کرایې د ورکړې  په اړه  مفصل بحثونه او پرېکړې وشوې .
د سه پارچې (Transcript)  د ورکړې په هکله پریکړه وشوه، چې په دې هکله دې  د ریاست الوزراء  له محترم مقام څخه هدایت وغوښتل شي او د همدې هدایت مطابق دې اجراآت  ترسره شي .
د امارتي ښوونځیو د کرایې په هکله پرېکړه وشوه، چې د تیرو میاشتو کرایه دې  ژر تر ژره اداء  کړای شي او د راتلونکې لپاره  دې د امکان په صورت کې هڅه وشي چې د ښوونځیولپاره د کرايي ودانیو په ځای د امارت له اړوندو تعمیراتو څخه استفاده وشي او که چیري دا  امکان موجود نه وي، نو دکرایه ودانیو قراردادونه دې د تخفیف په غوښتلو سره تمدید کړای شي او د راتلونکې لپاره دې هم  د یادو ودانیوکرایې په خپل وخت اداء کړای شي.  
غونډه  د  کیفیت د تضمین د معینیت د سرپرست معین الحاج مولوي عبدالخالق صادق صاحب له لوري د دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسیده .

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۵:۵۶
Background image

د ولایتونو له پوهنې ریاستونو څو لنډ خبرونه

 لوګر
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لوري د لوګر ولايت مرکز اړوند «پادخواب‌شانه» کلي د شهیدانو لېسې کتابتون ته ۱۷۸ ټوکه کتابونه، ۵ مېزونه او ۲۰ څوکۍ ورکړل شوې. 
همدارنګه د سیمې د خلکو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۰:۴۶
Background image

په فاریاب ولایت کې د یو باب ښوونځي ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د فاریاب ولایت اندخوی ولسوالۍ اړوند په الهندي خانه سیمه کې د یو باب لومړني ښوونځي نوې ودانۍ د یاد ولایت پوهنې مسوولینو په ګډون، د دیني علماءکرامو، قومي مخورو او د سیمې د خلکو په حضور کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۰:۴۳
Background image

د پکتیکا ولایت په ښوونځیو کې د راستنو شویو کډوالو ماشومانو د جذب ازموینه واخیستل شوه

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست له ۷۰ تنو کډوالو ماشومانو څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیسته.
د ياد ولایت پوهنې رئیس مولوي عبدالوکیل خالد وایي چې د دغې ازموینې لپاره ۱۳۰ تنو ماشومانو نوم. . .

BACK TO NEWS