د دعوت او ارشاد ریاست

د  پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د رئیس مولوي عبدالحی صاحب  لنډ ژوند لیک

 د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست  رئیس محترم  مولوي عبدالحی صاحب  د  شیخ مولوي عبدالقادر صاحب زوی،  په  ۱۳۵۰ هـ ش کال د غزني  ولایت د  اندړو  ولسوالي  د  ګډوډو په کلي کې زېږیدلی دی. 
لومړنۍ  زده کړې یې د خپلې سیمې په مسجدونو او درسونو کې او منځنۍ زده کړې یې د دارالهجرت په مختلفو دیني مدارسو کې ترسره کړیدې او په ۱۳۷۱هـ ش کال  د اسلامي نړۍ له ستر علمي مرکز (جامعه اسلامیه علامه بنوري رحمه الله تعالی) څخه فارغ شویدی.
تر فراغت وروسته  یې د اسلامي امارت په چوکاټ کې لاندې مسئولیتونه او خدمتونه سرته رسولي دي:
۱- د غزني ولایت  د قره باغ ولسوالي د ولسوال په توګه.
۲- دغزني  ولایت  د آب بند ولسوالي د ولسوال په توګه.
۳-د بهرنیو چارو په وزارت کې د اقتصادي چارو د ریاست د مرستیال په توګه.
۴-د بهرنیو چارو په وزارت کې د کدر او پرسونل عمومي مدیریت  د مدیر په توګه.
۵-د بهرنیو چارو په وزارت کې د لومړي سیاسي ریاست  د رئیس په توګه.
۶-په کویټه کې د افغان قونسلګري د مرستیال په توګه.
۷-د امریکايي اشغال په وړاندې وسلوال جهادي فعالیت.
۸-د غزني په مختلفو سیمو کې د فقهي مجالسو د مسئول په توګه.
۹-د نظامي کمېسیون په چوکاټ کې د هیواد مختلفو ولایاتو ته  د لېږل شویو هیئتونو د غړي په توګه.
۱۰- اوس مهال د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد د نوي تشکیل شوي ریاست د رئیس په توګه.
محترم مولوي عبدالحی صاحب  جید دیني عالم او  مدرس دی. له تعلیم،تعلم او  اداري خدمتونو سره په څنګ کې یې په ترمذي شریف یوه مفصله شرح هم لیکلې ده. الله تعالی دې د نوموړي ترسره کړي خدمتونه قبول کړي. آمین.