د نیالګیو ایښودلو کمپاین د کاپیسا ولایت په ښوونځیو کې پیل شو

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۲۵ - ۹:۱۵
کمپاین نهال شانی در مکاتب ولایت کاپیسا آغاز گردید

د نيالګيو ايښودلو کمپاين په ښوونیزو او روزنیزو مرکزونو کې د زرغونې فضا د رامنځ ته کولو په موخه د کاپيسا ولايت د لومړۍ برخی ولسوالۍ د پوهنې د مسوولينو له خوا د شيرخانخېلو هلکانو په لېسه کې د نيالګيو په ايښودلو سره  پيل شو.

 د یادې ولسوالۍ د پوهنې آمر مولانا هدایت الله قاسمي وویل چی د زرغون چاپیریال او د ښوونې او روزنې د آرامی فضا د رامنځ ته کولو لپاره نیالگیو ایښودل مهم دي او له خلکو یې وغوښتل چې د مېوه لرونکو او بې مېوه نیالګیو په ایښودلو سره د چاپېریال په سمسورتیا کې برخه واخلي.

نوموړي همدارنګه د پوهني رياست سره د نیالګیو مرستې له امله د حاجي عبدالظاهر فقيرزاده د معارف پالنې څخه مننه وکړه او له نورو څخه یې وغوښتل چې د .خیر په دې کار کي برخه واخلي

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۲:۱۷
Background image

د غزني ولایت په یوه ښوونځي کې نوي ټولګي جوړ او ترمیم شول

د غزني ولایت ګیلان ولسوالۍ اړوند رسني لېسې د ۱۶ درسي ټولګیو د ترمیم، شپږو نویو درسي ټولګیو جوړولو او څلور جریبه ځمکې پېرلو چارې د ځایي اوسېدونکو په مالي همکارۍ د ۱.۴ میلیون افغانیو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۱:۵۰
Background image

د ولایتونو له پوهنې ډګره د څو خبرونو لنډیز

خوست
د خوست ولایت په مرکز کې د نصرت‌مېنې لېسه د ځایي اوسېدونکو په ۵۵ زره افغانیو مالي ملاتړ ترمیم او تجهیز شوه.

ننګرهار
 د ننګرهار ولایت کوټ ولسوالۍ اړوند شهید نورمحمد خان لومړني. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۱:۴۷
Background image

په کابل ولایت کې د دوو ښوونځیو له ازمېښتنونو څخه حمایوي څارنه وشوه

د پوهنې وزارت د ساینس او ښوونیزې ټکنالوژۍ مرکز ریاست یوه پلاوي د ازمېښتنونو وضعیت ارزونې او له شته امکاناتو څخه د اغېزمنې ګټې اخیستنې په موخه، د کابل ولایت بګرامۍ ولسوالۍ اړوند بګرامي. . .

BACK TO NEWS